د لاس رسي وړ اتصالات

د وزیرانو شورا په غونډو کې دوزیرانو پرنه ګډون د اجرائیه رئیس نیوکه


ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې د جمهوررئیس غني سره یې هم د حکومتدارۍ په مسلو خبرې پیل کړي.
ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې د جمهوررئیس غني سره یې هم د حکومتدارۍ په مسلو خبرې پیل کړي.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدللهد وزیرانو شورا په غونډو کې د ځینو وزیرانو پر نه ګډون سخت غبرګون ښودلی او ګواښ یې کړی چې وروسته له دې په دغه شورا کې د معقول عذر پرته د وزیرانو نه ګډون ورته د منلو نه دی.

ښاغلي عبدالله وویل چې له دې وروسته به د هغو وزیرانوپر وړاندې چې په کابل کې موجود وي او د وزیرانو شورا په غونډو کې ګډون نه کوي چلند بل ډول وي.

د افغانستان اجرائیه رئیس چې نن د دوشنبې په سهار یې د وزیرانو شورا په نوبتي غونډه کې د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې، په ځانګړي ډول د افغانستان د ماليې د وزرات مرستیال، چې د دغه وزارت په استازیتوب یې په غونډه کې کډون کړی وو په خطاب کې وویل"تر دې غونډې وروسته، هغه محترم وزیران چې په کابل کې تشریف ولري، او بې له کوم معقول عذر څخه د وزیرانو شورا غونډې ته تشریف نه راوړي، زموږ چلند به په غوڅ او پرېکنده ډول متفاوت وي".

ښاغلي عبدالله له ټولو غوښتنه وکړه چې تر دې وروسته د وزیرانو شورا په ناسته کې د ګډون نظم مراعت کړي.‪

همدارنګه اجرائیه رئیس ځینې دولتي چارواکي د اجرائیه رياست او وزیرانو شورا پرېکړو ته په نه پاملرنه تورن کړل او ویې ویل د دغسې چارواکو پر وړاندې به نور له زغم کار وانخیستل شي.

ښاغلي عبدالله وویل " ځینې چارواکي شته، چې فکر کوي د هغو ځانګړو فرصتونو پر اساس چې یې لري، د اجرائیه ریاست او وزیرانو شورا پرېکړې بابیزه ګڼي، هغوی ته وایم چې تر دې وروسته دا نه شو زغملی، ځکه دا د خلکو په ګټه نه ده. دلته زما بحث اصلا سیاسي نه دی بلکې د حکومتدارۍ دی، ‪چې په حکومتداري کې موږ پاته راغلي یو، په عمومي ډول د ملي وحدت حکومت پاته راغلی".

هغه وویل، کارونه شوي خو کافي نه دي.

اجرائیه رئیس وویل، چې په برخه کې یې د افغانستان له جمهوررئیس سره یو بحث هم پیل کړی دی.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د خلکو له خوا د ملي وحدت حکومت د ملاتړ یادونه هم وکړه، چې د ده په وینا خلکو زغم کړی او د ملي وحدت حکومت ملاتړ یې کړی دی، اجرائیه رئیس وویل د افغانستان خلک د ډېر خدمت او کار مستحق دي.

ښاغلي عبدالله په کابل کې د ورستیو اعتراضونو په اړه وویل چې د اعتراض کوونکو له غوښتنې سره سم د کابل په لاریون کې د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ د تاوتریخوالي په اړه څېړنې روانې دي.

ښاغلي عبدالله وویل لویې څارنوالۍ تېره ورځ پرېکړه وکړه چې د څېړنو د بې طرفۍ د ساتلو په موخه د کابل د دوو امنیتي او نظامي مسئولینو دندې وځنډولې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د څېړنو د پایلو د ترلاسه کېدو وروسته به په دې برخه کې نور اقدامات هم وشي.

د دې تر څنګ ښاغلي عبدالله د هغه پارلماني پلاوي څخه مننه وکړه چې په کابل کې د اعتراض کوونکو او دولت د مشرانو تر منځ یې منځګړیتوب کړی، هغه هیله وښوده چې د اعتراض کوونکو پر حق غوښتنو ته به ځواب وویل شي.

ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل چې د ملي وحدت حکومت مشران په هغو ژمنو کې پاته راغلي چې له ولس سره یې کړې هغه وویل چې دا د ولس حق دی چې پر دولت غوسه شي او اعتراض وکړي.

XS
SM
MD
LG