د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:طالبان د سولې اراده نه لري «نامعقوله» بهانې کوي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، طالبان په افغاستان کې د سولې اراده نه لري او زیاتوي چې هغوی له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د واک تر لاسه کولو په لټه کې دي.

عبدالله عبدالله نن چهارشنبه د «غبرګولې پر ۲۲مه» یوې غونډې ته وینا کې په افغانستان کې د طالبانو «سر زوري» د روانې جګړې او وینې توېیولو یوازینی عامل وباله.

هغه وویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شوې،خو وايي، طالبان د «نامعقوله» بهانو په لټه کې دي.

هغه وویل:"طالبان فکر کوي چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به دوی په افغانستان کې پر سر د قدرت شي، زه بل هېڅ دلیل نه وینم، بغیر له دې چې دوی ښودلی دی."

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانان او نړیواله ټولنه به هېڅ اجازه ورنه کړي چې تر څو افغانستان یو ځل بیا د نوموړي په وینا «تېرو تورو ورځو ته» وګرځي.

عبدالله عبدالله پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو ته تر بل هر وخت د خلکو هیلي زیاتي شوي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل اتم سفر په ترڅ کې دا مهال له افغان چارواکو او یو شمېر نورو افغانانو سره په سلا مشورو بوخت دی.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکو پوتزل چې نن چهارشنبه یې په کابل کې په یوه بل مطبوعاتي ناسته کې خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو زمینه برابره شوې ده.

مارکو پوتزل وویل، چې جرمني هم له امریکا سره د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته کوي.

هغه وویل:"دا څلورم ځل دی چې د روان کال په جریان کې کابل ته راځم، د سولې پروسې د هڅونې په هدف... د سولې په خبرو کې باید د تېرو دو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي شي، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو دوې میاشتې مخکې د دغو هڅو د خوندیتوب پرېکړه کړې ده".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې د جرمني رول اغېزمن بولي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان په دغه خبري ناسته کې وویل، چې ټاکل شوې د زلمي خلیلزاد ترڅنګ د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوز پوتزل هم له طالبانو سره د خبرو اترو په هدف په راتلونکو ورځو کې قطر ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG