د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او پاکستان په نږدې اړیکو د امریکا اندیښنه


یو امریکايي دیپلومات چې د افغانستان او پاکستان سره یې د واشنګټن د اړیکو مشري کوله وايي چې له چین سره د اسلام آباد زیاتیدونکی نږدیوالي د امریکا او پاکستان اړیکو ته چې همدا اوس خرابې شوي، نوې ستونزې پیښولای شي.

د افغاسنتان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې خبرداری ورکړ چې د امریکا او چین ترمنځ زیاتیدونکې سیالي ښايي په سیمه کې چې همدا اوس بې ثباته ده، امنیت او نور مسایل لا هم پیچلي کړي.

ښاغلی اولسن چې په پاکستان کې د امریکا سفیر هم و، وویل چې په سیمه کې د برلاستوب لپاره د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ سیالي کیدای شي د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو اثر وکړي او نوې ستونزې پیدا کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال سلمان بیا وایي چې واشنګټن باید سیمه ییزو مسایلو ته د امریکا او چین ترمنځ د سیالۍ په سترګه و نه ګوري: "د واشنګټن د پالیسیو په کړیو کې یوه لیوالتیا داده چې هر څه ته د لویې یا سترې لوبې په توګه کتل کیږي. پاکستان د سړې جګړې په موده کې د پخواني شوري اتحاد پرخلاف لا دمخه داسې وضعیت لیدلی دی. د هغه وخت همکاري د پاکستان لپار په یو ناورین بدل شو. مونږ دیته تیار نه یو چې ددغه نوې سترې لوبې یوه برخه واوسو."

بلخوا چین او امریکا د افغاسنتان په اړه په ځینو موضوعاتو توافق لري او په دې باور دي چې یو باثباته افغانستان په جنوبي او مرکزي اسیا کې له اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز ادغام سره مرسته کولی شي.

ښاغلی اولسن وایي چین غواړي چې افغانستان "د یو کمربند او یوې لارې" په نوښت کې شامل شي او په یو ډول د چین او پاکستان له اقتصادي دهلیز سره تړلی واوسي، خو لومړی ګام دادی چې امنیت ټینګ شي او له افغان طالبانو سره یوه سیاسي جوړه وشي.

ریچارډ اولسن زیاته کړه چې "پاکستان کولای شي په دغه برخه کې یو مهم رول ولوبوي، ځکه چې د طالبانو پر ډلو یو څه نفوذ لري. که پاکستان (د خبرو) میز ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي، له واشنګټن سره به یې اړیکې په ناڅاپه توګه ښه شي."

خو اولسن ومنله چې په ۲۰۱۸ کې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ واټن د پخوا په پرتله لا اوږد شو. هغه وویل چې پاکستان لا هم له یو فرصت برخمن دی چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره له امریکا سره مرسته وکړي.

غه وویل فکر نه کوي چې پاکستان به وکړای شي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، خو باور دی چې دا هیواد ددې کار د پلي کیدو لپاره د مشخصو نوښتونو نه کار اخیستلای شي.

XS
SM
MD
LG