د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن پرلت کوونکو ګواښ: انتخابات نه پرېږدو، د دفترونو مخه بندوو


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جمن-بولدک سیمه کې اعتراضونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جمن-بولدک سیمه کې اعتراضونه

د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر بولدک - چمن لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد له تېرو ۱۱۲ ورځو راهیسې پرلت روان دی.

د روان پرلت مشران وايي، چې د دولتي ادارو مخې ته یې د احتجاج د غځولو پرېکړه کړې ده او په سیمه کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د کېدونکو ټولټاکنو مخنیوی به وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت لاهم د پاسپورټ او ویزې د لازمي کولو له دریځ څخه نه دی پرشا شوی، خو وايي‌ چې له هغه کسانو سره به مالي مرسته وکړي چې د لارې د بندېدو په وجه اغېزمن شوي دي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزي وویل، د خپلو احتجاجونو د دوام په بل پړاو کې به د دولتي ادارو مخې ته کنټېنرونه ږدي او لارې به یې بندوي.

هغه وویل: «یا به انتخابات کېږي یا به پوله اېله کېږي، موږ کنټېنرې راوړي دي، په پرلت کې راسره پرتې دي، ټول دفترونه بندوو، هېچا ته د انتخاباتو د کولو اجازه نه ورکوو. وچ کلک به سیاسي ګوندونه د اېماندارۍ څاکونه راپورته کوي، محمود خان اڅکزی او مولانا فضل الرحمن به یې راپورته کوي، موږ ته د سیاسي ګوندونو شاهرګ په لاس راغلی دی، او هغه شاهرګ انتخابات دي. یا به انتخابات وي یا به لاره اېله [خلاصه] کوي.»

صادق خان اڅکزي وویل، چې په چمن ولسوالۍ کې انتخابات نه پرېږدي، «د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي هم پرون پرلت کې وینا وکړه او ویې ویل، که لاره بنده وي، دوی هم انتخاباتو کې برخه نه اخلي.»

صادق خان اڅکزی زیاتوي چې له مجبورۍ خپل اعتراضونه پراخوي. نوموړي وویل چې د بولدک - چمن لارې له تړلو سره ولس ته سختې اقتصادې ستونزې ورپېښې دي.

خو بلخوا د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي د چمن پرلت په باب د فبرورۍ پر دویمه نېټه یو ویډیويي پيغام خپور کړی چې پکې د لارې له بندېدو څخه اغېزمنو کورنیو ته د مالي مرستې ورکولو غږ شوی دی خو دا یې نه دي ویلي چې څومره پیسې به ورکوي او کله به یې ورکوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې ویلي وو چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

د بلوچستان په پښتون میشته سیمه چمن کې، چې د کندهار له سپین بولدک سره پر ډیورنډ کرښه پروت یو لوی تجارتي ښار دی، د پروسږ کال (۲۰۲۳ ) د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې پنډیان (لغړیان) د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو پرضد پر احتجاج بوخت دي. دوی به د چمن او بولدک ترمینځ هره ورځ په شا د سوداګرۍ وړې ګنډې لېږدولې.

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه یې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ، نو ورسره د پنډیانو روزګار هم ودرېد. دوی د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د ازاد تګ راتګ غوښتنه کوي. او د دې لپاره یې د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت پرمخ تړلې ده.

په دې لړ کې د پرلت کوونکو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG