د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن پرلت کوونکي د تورخم په څیر له ویزو پرته تګ راتګ غواړي


د بلوچستان په یوې پښتون میشتې سیمې چمن کې چې د کندهار ولایت له سپین بولدک سره یې پر ډیورنډ کرښه پوله لګېږي، له تېرو څه نا څه شپږو میاشتو راهیسې د وړو سوداګرو او پنډيانو چې ځايي نوم یېلغړیان دی، د پاکستاني دولت له لوري د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پرضد پرلت لاهم دوام لري.

دوی یوځل بیا غوښتنه کوله چې افغانستان ته دې د پخوا په څېر د تلو راتلو لپاره د پاسپورټ او ویزې پرته اجازه ورکړل شي.

د دوی په خبره، د پاکستان او افغانستان چارواکو چې په دا وروستیو کې په کابل کې د دواړخیزې سوداګرۍ په اړه کومې هوکړې کړي دي، باید چې د هغې له مخې دوی ته هم په ازاده توګه د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او لغړیانو ته دې د توکو وړلو او راوړلو اجازه ورکړل شي او پر ډیورنډ کرښه دې د سیمې مزدورکار نه ایسارول کېږي.

یاده دې وي چې د کابل په هغه هوکړه کې چې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا ترمینځ شوې وه، د یوشمېر پرېکړو په ګډون پر تورخم له پاسپورټ او ویزې پرته د دواړو خواوو موټرچلوونکو او د هغوی کلینرانو لنډمهالې اجارتنامې ورکول شوې دي، د همداسې اجازتنامو غوښتنه د چمن – بولدک ترمینځ پنډیان هم کوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د چمن پرلت مشر غوث الله وویل چې دوی نه له دولته نوکرۍ او ماموریتونه غواړي نه یې بله غوښتنه ده. دوی تش خپله دا غوښتنه کوي چې پر ډیورنډ کرښه دې تګ راتګ د پخوا غوندې شي.

نوموړی زیاتوي،”پر پوله زموږ روزګار او تګ راتګ دی او له تېرو څه باندې سلو کلونو راهیسې دا زموږ خپله پوله ده. زموږ نیم خلک له پخوا راهیسې په بولدک کې دي، په دامان کې دي او هلته مو ځمکې دي او نیمایي وګړي، په پاکستان کې دي نو موږ دا وایو چې تر سل کیلو میتره دې موږ ته اجازت راکول شي. “

غوث الله زیاته کړه چې دوی ته یوازې په تذکره او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، د نوموړي په وینا پاسپورټ خو د بهر هېوادونو لپاره دی.”نو موږ کله اخوا ایسار کړل شوي یو، کله دېخوا، نو موږ خپلوۍ کړي دي ځمکې مو دي نو موږ چې اخوا خپلو ځمکو له ځو نو ویزه به اخلو او چې دېخوا خپلو کورو ته راځو نو هم ویزه به اخلو نو موږ اوس دې ته جوړ شوي یو چې پر خپل ځان تیل وپاشو او ځان وسوزوو. “

دی وايي، روزګارونه یې په ټپه درېدلي دي،”بچیان مو له لوږې مري نو موږ دا نه شو لیدلای، باید چې چارواکي زموږ غم وخوري او څنګه چې یې د ټرانزټ تجارت لپاره هوکړې وکړې، همداسې دې زموږ ستونزو ته هم پام راوګرځوي. “

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو چارواکي شاهد حسېن امریکا غږ ته وویل، لکه څنګه چې د لویو سوداګرو ترمینځ سوداګري د دواړو هېوادونو په ګټه ده نو همداسې په وړه کچه روزګار هم د دواړو خواوو د ولس او د دولت اقتصاد ته ګټه رسولې شي نو باید چې دولتونه داسې یو نظام جوړ کړي چې د پولو دواړه خواوي خلک خپل روزګارونه کوي ځکه چې د هغوی خو بله چاره نشته.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کار پوه ډاکټر معراج الحق امریکا غږ ته وویل، لکه چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه په ټرانزټ سوداګرۍ کې په اسانتیاو باندې خبرې وکړل شوې او د دې د پرمختګ لپاره دواړو خواو ترمنیځ لوموافقې وشوې نو که ځايي خلکو ته چې دا يې قانوني حق دی یوه غوره لاره د دوی لپاره هم وټاکل شوه نو له دې به ولسونو ته ګټه وي ځکه هیوادونه په صادراتو او وارداتو روان وي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په ۲۵ نېټه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د سېکتر خرم اغا په مشرۍ کې څلور کسیزه پلاوې افغانستان ته تللې وو او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په ګډون د دغه حکومت یو شمېر چارواکو سره يې د ترانزیټي سوداګرۍ او نورو اقتصادي ستونزو د هواري په لارو چارو خبرې وکړې او یوشمېر موافقې يې لاس لیک کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG