د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ۱۲ سفارتونو لپاره نوي سفیران ګومارل شوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې جمهوري ریاست د ۱۲ هېوادونو لپاره د نوماند وزیرانو ګومارنه او د یو سفیر د کار مودې تمدیدول تائید کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په دغو ۱۳ افغان دپلوماټانو کې پنځه تنه یې د دوکتورا او اته نور یې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپور شوي نوملړ کې راغلي:

  • د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د ملي امنیت شورا سلاکار زلمی رسول د برتانیې په لندن کې نوماند سفیر
  • د فواید عامې پخوانی وزیر یما یاري د جرمني په برلین کې نوماند سفیر
  • د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز بسم‌الله وزیري د قرغیزستان په بشکیک کې نوماند سفیر
  • په لندن کې د افغانستان اوسنی سفیر سید طیب جواد د روسیې په مسکو کې نوماند سفیر
  • په اسلو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره منیژه باختري د اتریش په ویانا کې نوماند سفیره
  • د بهرنیو چارو وزارت د څلورم سیاسي ریاست اوسنی رئیس امان‌الله جیحون د اذربایجان په باکو کې نوماند سفیر
  • د بهرنیو چارو وزارت د پنځم سیاسي ریاست اوسنی رئیس خالد احمد زکریا د ایټالیا په روم کې نوماند سفیر
  • په ترکمنستان کې د افغانستان اوسنی سفیر نجیب‌الله علي‌خیل د پاکستان په اسلام‌اباد کې نوماند سفیر
  • د بهرنیو چارو وزارت د سیمه‌ییزو همکاریو اوسنی رئيس امیرمحمد رامین د ترکیې په انقره کې نوماند سفیر
  • د سیمه‌ییزو ارګانونو د پالیسۍ پخوانی رئیس فرید ماموندزی د هند په ډهلي کې نوماند سفیر
  • د چارو د ادارې پخوانی تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل د ترکمنستان په عشق‌اباد کې نوماند سفیر
  • شفق خواتي په ایران کې د کډوالو په چارو کې ځانګړی نوماند سفیر
  • په استرالیا کې د افغانستان اوسنی سفیر وحیدالله ویسي، د استرالیا په کنبرا کې د یو کال لپاره تمدید

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرت ویلي چې دا تغیرات او ګومارنې د "افغانستان د دپلوماسۍ د لاپیاوړتیا، د مسلکي او کارپوه ظرفیتونو څخه د استفادې او د افغانستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو د تحقق" لپاره شوې دي.

دغه وزارت ویلي چې له ښاغلي ویسي پرته به ډېر ژر ټول نوماند سفیران د اګریمان (توافق) د اخیستلو لپاره اړوندو هېوادونو ته وروپېژندل شي.

XS
SM
MD
LG