د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې اویغور مسلمانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

وروسته له هغه چې چین د اويغور اقلیت شکنجه کول پیل کړل، ډېرو ترکي توکمه چینایي اويغوریانو په ترکیه کې پناه واخیسته.

په داسې حال کې چې د چین حکومت په ترکیه فشار زیاتوي، اويغور مسلمانان په ترکیه کې د خپل راتلونکي په اړه انديښمن دي.

یو شمېر اويغوریانو څه موده وړاندې په ترکیه کې مظاهره وکړه او ویل چې په خپل هېواد کې د چين د «ظلمونو خلاف» غږ نشي پورته کولای.

ډېر شمېر اویغور کډوال په ترکیه کې ژوند کوي او زیات یې په استانبول کې اوسيږي.

د اویغور کډوالو په منځ کې شاعر عبدالرحیم پراچ هم دی. هغه وايي اوه کاله وړاندې له چین څخه استانبول ته وتښتېده، خو مېرمن یې اوس هم د چين د توقیف په کمپ کې ژوند کوي.

ښاغلي پراچ وویل دوی په ترکیه کې هم له یو لړ ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «پولیسو زه په یو رستورانت کې ونیولم او سیفاکوی ولسوالۍ ته یې بوتلم. دوي راته یو کاغذ راکړ او د هغه د لاسلیک کولو یې راته وویل. دغه کاغذ کې لیکل شوي وو چې دا شخص د یوې داسې ډلې سره تړاو لري چې د ترکيې امنیت ته خطر دی. ما ورته وویل چې د دغه ډول ډلو سره هيڅ تړاو نلرم، او دغه کاغذ نه لاسلیک کوم.»

د بشر د حقونو مدافع وکیل ابراهیم ایرګین چین ته د اویغوریانو د بېرته ستنولو په ضد فعالیت او هلې ځلې کوي.

هغه ادعا کوي چې د پراچ د پېښې په شان پېښې غېر معمولي ندي.

نوموړي وویل: «خلک د باندني ترهګریزو سازمانونو سره د تړاو تورو توقیف خونو ته وړل شویدي. پداسې حال کې چې کوم ثبوت نشته، موږ پوهیږو چې چین د ترکيې په کورنېو چارو وزارت، باندنیو چارو وزارت او امنیتي ځواکونه زیات فشار اچوي.د دغو چارواکو سره د خبرو پر مهال موږ ته وویل شول چې چین ته له پنځه تر لسو پورې اشخاصو بېرته ستنولو به د ترکيې سیاسي او اقتصادي ګټې وي.»

د ترکیې پخواني صدراعظم احمد داود اوغلو د چین سره د اقتصادي ګټو د ټيڼګولو په خاطر اردغان د ایغورو په قرباني کولو تورن کړی.

ولسمشر اردوغان دا ډول ټول تورونه رد کړي او وايي چې هېواد یې لسګونه زره اویغوریانو ته پناه ورکړې ده.

په هره اندازه چې د چین لخوا د اویغوریانو د شکنجه کولو خبرونه افشا کیږي، په هماغه اندازه د ترکیې ولسمشر په نړیواله کچه د دغه امله د چین له نیوکو څخه ځان ساتي.

دا ډول حالت د پراچ په شان ډېر شمېر اویغوریان انديښمن کړيدي.

ښاغلي پراچ وویل: «چارواکي له ډېرې مودې راهېسې خاموش دي او د دغې خاموشۍ له امله زه ډاریږم. زه د خپل راتلونکي په اړه څه نشم ویلي.»

امین پراچ په خپلې شاعرۍ کې اطمینان لټوي. د ډېرو نورو اويغوریانو په شان دی هم له ډېرو کلونو څخه راپديخوا له خپلې کورنۍ څخه احوال نلري.

امریکا او ځینې نور هېوادونو چین تورنوي چې لسګونه زره اویغور مسلمانان یې په اجباري کمپونو کې مېشت کړي دي‌ او هلې ځلې کوي چې هغوی د خپل مذهب او فرهنګ پرېښودو ته اړباسي.

څه موده مخکې یو شمېر ترکي فعالانو تور ولګوه چې د چین حکومت هلې ځلې پیل کړي دي چې د اویغور نجونې او ښځې وهڅوي چې له چینايي هلکانو او نارینوو سره واده وکړي او‌ په دې ترتیب اویغور چینایان شي.

خو د چین حکومت دا تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG