د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې' ۱۶۰ میلیون ماشومان کار کوي، شاوخوا یو میلیون یې افغانان' دي


د کار نړیوال سازمان د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ ویلي، چې اوس مهال په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان کارکوي.

د جون ۱۲ (جوزا ۲۲ ) په نړۍ کې د ماشومانود کار پر وړاندې د مبارزې د ورځې په توګه نمانځل کیږي. سږکال دا ورځ " ټولنیز عدالت ټولو ته. د ماشومانو کار ته د پای ټکی کیږدئ" د شعار لاندې نمانځل کیږي.

د کار د نړیوال سازمان عمومي منشي ګیلبرت هونګبو ددغې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ټولنیز عدالت څخه دې خپل ملاتړ زیات کړي او هم دې د ماشومانو د کار پر وړاندې خپله مبارزه لا پیاوړي کړي.

ښاغلي هونګبو ویلي، چې هغه څه، چې د ماشومانو د کار په برخه کې پیښیږي د ټولنیز عدالت سره په بشپړ ډول ټکر کې دي.

هونګبو ویلی:" په تیرو شلو کلنو کې په لومړي ځل د ماشومانو کارګرانو شمیر زیات شوی دی. ۱۶۰ میلیونه ماشومان، په نړۍ کې د هرو لسو ماشومانو نږدې یو یې کار کوي. تر ټولو بده داده، چې ددغه شمیر نیمايي یې ( ۸۰ میلیونه ) په خطرناکو کارونو کې بوخت دي".

هغه ویلي، چې شاقه کارونه د ماشومانو جسمي او روحي روغتیا ته ګواښونه راولاړوي. د کار د نړیوال سازمان عمومي منشي ګیلبرت هونګبو ویلي، چې ماشومان د لوږې له امله د لویانو لپاره کارکوي.

ښاغلي هونګبوپه ټوله نړۍ کې د ماشومانو د کار پر وړاندې مبارزې او د ټولنیز عدالت څخه د ملاتړ په زیاتولو ټینګار کړی دی.

افغانستان کې کارګر ماشومان

په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د شمیر په اړه تازه شمیرنې نشته دی، خو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (Save the Children) د ۲۰۲۲ میلادي کال د راپور له مخې په دغه هیواد کې شاوخوا یو میلیون ماشومان د خپلو کورنیو لپاره د عاید ترلاسه کولو لپاره کارکوي.

ددغې موسسې د شمیرنو له مخې په افغانستان کې ۱۴ میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د قربان په نوم یو لس کلن ماشوم، چې د کابل ښار د دارالامان پر سړک د موټرو سپرلیو ته سپیلني دود کوي امریکا غږ ته وویل، چې پلار یې د کرونا وبا د خپریدو پرمهال مړ شوي او مشرې خور یې چې په یوه موسسه کې کار کوه دوه کاله کیږي، چې بیکاره شوې ده.

هغه وویل، چې د خپلې کورنۍ لپاره روزۍ د ګټلو لپاره اړ دی، چې د سهار څخه تر غرمې کار وکړي او بعد له غرمې بیا ښوونځي ته لاړ شي. قربان وویل: "د ورځې د ۱۰۰ او ۱۵۰ افغانیو پورې پیدا کیږي، پیسې د کور د مصرف لپاره مورته ورکوم. پخپله ښوونځي ته ځم په درییم ټولګي کې یم. که کار ونکړم وږي پاتې کیږو. پلار نلرم او مشر ورورهم نلرم".

د قربان په څیر د کابل په هره برخه کې او حتی په اکثرو ښارونو کې ماشومان ورته کیسې لري. په ورته وخت کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا۲۲) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي دي:" مونږ په افغانستان او له هغې وړاندې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د کار د پای ته رسولو او پر وړاندې د اقداماتو لپاره د پوهاوي پروګرامونه زیاتوو".

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو سره سم د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه. همداشان طالبانو د څو دولتي ادارو پرته په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی دی، په دې وروستیو کې یې د ملګروملتونو په دفترونو کې هم افغان میرمني له کار څخه منع کړي دي.

ملګروملتونو ویلي، چې د نجونوپر زده کړو باندې د محدودیتونو د لګیدلو وروسته په افغانستان کې په کوچني عمر کې د نجونو ودونه زیات شوي دي .

د ماشومانو د ملاتړ ادارې (Save the Children) د طالبانو د حکومت له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار په بندیز اندیښنه ښودلې او ویلي، چې دا کار به په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمیر نور هم زیات کړي. دغې موسسې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې ویلي و، چې د ښځو د کار د بندیدو له امله به کیدای شي زیات شمیر ماشومان په سړکونو، فابریکو او د خلکو په کورونو کې شاقه کارونو ته اړ شي.

XS
SM
MD
LG