د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: کلیوالو ښوونځیو کې ۵۰۰ زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" په افغانستان کې په کلیوالو ښوونځیو کې د ماشومانو د زده کړو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې اوس مهال په دغو ښوونځیو کې ۵۰۰ زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (جوزا اول) ویلي، چې د ډیرو نجونو لپاره د کلیوالو ښوونځیو په ټولګیو کې زده کړې ترلاسه کول ښوونځیو ته د تللو یوازینۍ لار ده.

د افغانستان د مرکزي سیمو لپاره د یونیسف د ادارې د ساحوي پروګرام مشرې ایني کینډراکوچ په یو ویډیوي وینا کې ویلي: " یونسیف کولی شي د مرسته کوونکو ادارو په دوامداره ملاتړ په ټول افغانستان کې په کلیوالو ښوونځیو کې د ټولګیو شمیر ۲۱۰۰۰ ته لوړ کړي. دا په دې معنی دی، چې ۱۰۰زره نور ماشومان به وکړی شي، چې ښوونځیو ته لاړ شي او د زرګونو نجونو د زده کړو حق به خوندي شي."

یونیسف د مۍ په ۱۷ (ثور۲۷) ویلي و، چې د اسیا پرمختايي بانک، نړیوال بانک او د اروپايي ټولنې له خوا ددغو ټولګیو د جوړولو لپاره د مرستو په لړ کې یې د بامیان په ولایت کې ۴۶۶ دا ډول ټولګي جوړ کړي دي. یونیسف ویلي، چې په چټک ډول د بامیان د زده کړو په مرکز کې نجونې په یو کال کې د دوو کلنو زده کړې ترلاسه کوي.

افغانستان کې په کلیوالو ښوونځیو کې ماشومان تر دریو کلنو پورې زده کړې کوي او بیا د درېیم ټولګي وروسته په لومړینو ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دارې "یونیسف" د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

دا ټولګي په داسې حال کې جوړیږي، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر زده کړو د بندیز لګولی او هم یې په پوهنتونونو کې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي.

طالبانو د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره تراوسه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG