د لاس رسي وړ اتصالات

چین په افغانستان کې د ښځو د حقونو په وضعیت 'اندیښنه' څرګنده کړه 


د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګیګ د جمعې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۵) وویل چې هیواد یې د طالبانو د وروستیو پالیسو په هکله چې په افغانستان کې یې د ښځو حقونه اغیزمن کړي، "اندیښمن" دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا اندیښنه د اوزبیکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې څرګنده کړه.

ښاغلي ګینګ دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې ښځې د کار کولو له دوام نه منع کړې؛ هغه تصمیم چې نړیوال غبرګونونه یې زیږولي دي.

د چین دولتي خبري اژانس سينهوا خبر ورکړی چې ښاغلي ګینګ په سمرقند کې خبريالانو ته ویلي چې، چين او د افغانستان نور دوست ګاونډيان د طالبانو د وروستيو تګلارو او اقداماتو او د افغان ښځو پر بنسټيزو حقونو او ګټو باندې د هغه د احتمالي اغېزو په اړه اندېښمن دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې، د ښځو د حقونو او ګټو مسله ډېره مهمه ده خو ټینګار یې کړی چې د ښځو د حقونو "موضوع د افغانستان ټوله مسله نه ده او نه هم د افغانستان د ستونزو اصلي عامل او ریښه ده".

ګینګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د موضوع په دوام زیاته کړه: "موږ بايد پدې ستونزې سترګې پټې نه کړو او نه يې له پامه غورځوو."

د اسلام د دین څخه د خپل تعبیر له مخې، طالب چارواکو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته پر افغان ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه وضع کړي. نجونې د متوسطه او لوړو زده کړو او همداشان ښځې د ګڼو دولتي دندو څخه منع شوي دي. ښځې او نجونې پارکونو، ورزشي کلپونو او حکامونو ته له تګ منع دي.

طالبانو د تیر کال د دسمبر په ۲۴ افغانې میرمنې په داخلي او نړیوالو غیر دولتي موسسو کې له کار کولو هم بندې کړې.

په یو تازه اقدام کې طالب چارواکو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې کار ته له تګ منع کړي دي. ددې ډلې ویاند د روان کال د اپریل په څلورمه وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو منع کول یوه "داخلي مسله" ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډک وتلو وروسته، د طالبانو حکومت د نړۍ له کوم هېواد سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو په پیل کولو کې پاتې راغلی دی.

چین د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځي پرسونل په ګړندي او ناسم پلان شوي وتلو نیوکه کړې وه او هغه وخت یې ویلي وو چې دوی چمتو دي [افغانستان کې] له نوي حکومت سره "دوستانه او د همکارۍ" اړیکې ټینګې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په روانه اونۍ کې منځنۍ اسیا ته ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر له سفر مخکې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړه، چې په کې ویل شوي وو چې «د افغانستان د خلکو د خپلواک انتخابونو او مذهبي عقایدو او ملي دودونو ته درناوی کوي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت همداشان ژمنه کړې د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته درناوی کوي او هیڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه ونه کړي او نه به هم په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه وکړي. خو زیاته کړې ده چې پدې هیواد کې د هر ډول بهرنۍ لاس وهنې او نفوذ سره مخالف دي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې، چې چین پخپله د دغه هېواد په سینکیانګ سیمه کې د لږکیو په تېره بیا د اویغوري مسلمانانو له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دی. د بشري حقونو سازمانونو ویلي چې بیجینګ یو میلیون اویغوریان او نور اقلیتونه چې اکثر یې مسلمانان دي په کمپونو کې ساتي.

XS
SM
MD
LG