د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د نړۍ سره همکارۍ ته چمتو یو چې افغانستان د ترهګرۍ په ځالې بدل نشي


په چین کې چارواکو په تازه څرګندونو کې په طالبان غږ کړی دی چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې کرښې معلومې کړي.

د چین چارواکو د کابل په هوایي ډګر کې د پنجشنبې د ورځې چاودنې چې ویل کیږي ۱۳ امریکایي عسکر او څه باندې ۱۰۰ افغانانان پکې وژل شوي، په "سختو ټکو" غندلي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان خبریالانو ته وویل چې په چاودنې کې د دوي اتباعو ته هیڅ کوم زیان ندی اوښتی.

هغه وویل، " چین د کابل هوایي ډګر سره نږدې په چاودنو چې ډیره مرګ ژوبله یې اړولې، ټکان خوړلی. مونږ یې په سختو ټکو غندنه کوو. دا پیښه ښیي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم پیچلی او جدي دی. "

د چین دغه چارواکي همدرانګه وویل چې هیواد یې چمتو دی د نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي چې افغانستان د ترهګرۍ په سرچېنې بدل نشي.

چین یو د هغو هیوادنو څخه دی چې لا یې هم په کابل کې خپل سفارت ندی تړلی. د دې هیواد سفیر همدارنګه څه موده وړاندې د طالبانو سره هم کتلي دي.

دغه هیواد د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي طالبانو ډاډ ورکړی چې هیڅ ځواک ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې نه د چین پر ضد د ورانکارۍ لپاره کار واخلي.

ویاند زیاته کړه، "طالبان باید په اغیزناکه توګه پخپلو ژمنو ودریږي. ټولو ترهګرو ډلو سره باید خپلې کرښې معلومې کاندي. د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ سره قاطع جګړه وکړي او د سیمه ایز امنیت، ثبات، پرمختګ او همکارۍ په مخکې پراته خنډونه دې له منځه یوسي. "

طالبانو څه باندې یوه اوونۍ کیږي چې کابل یې نیولی. چین د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ پر ضد د مبارزې غوښتنه تیره میاشت هغه وخت کې هم کړې وه چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او هیت یې چین ته تللی و او د چین د بهرنیو چارو د وزیر سره یې کتلي و.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې د ایغور سخت دریځو مسلمانانو یې بنسټ ایښی د چین په شین ژیانګ ولایت کې د "ختیځ ترکستان" د خپلواک دولت جوړول غواړي. د چین برسیره متحده ایالات، اروپایي ټولنه، بریتانیا او روسیه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه ترهګره ډله بولي.

XS
SM
MD
LG