د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د چین په ووهان کې مړي بیا وشمېرل شول


د کرونا ویروس په لومړي څل د ۲۰۱۹ دډسمبر په میاشت کې د چین په وهان کې خپور شو
د کرونا ویروس په لومړي څل د ۲۰۱۹ دډسمبر په میاشت کې د چین په وهان کې خپور شو

د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې تر بیا شمېرنې وروسته د کروناویروس له کبله د مړو شمېر ۵۰سلنه زیات شو.

چینايي چارواکي وايي تر یو لړ هر اړخیزو ارزونو وروسته معلومه شوه چې د ووهان په ښار کې ۱۳۰۰ کسان د کرونا له کبله مړه شوي‌ دي.

ووهان د هوبي ایالت مرکز دی او د کرونا ویروس په لومړي ځل همدغلته خپور شو.

د ووهان په ښار کې کروناویروس سره د مبارزې مرکز د اپریل په ۱۷ (وري۲۶) په خپلې اعلامیې کې چې د چین رسمي‌ آژانس شینهوا خپره کړې، ویلي دي په دوی کې یې ډېر هغه کسان دي په کورونو کې دننه مړه شوي وو او روغتیايي کارکوونکو سره ثبت شوي نه وو.

په دې سره په ټول چین کې د کرونا له کبله تر دې دمه د مړه شمېر ۴۶۳۲ ته ورسېده، مخکې چینايي چارواکو دا شمېره ۳۳۴۲ اعلان کړې وه.

چین تر نیوکو لاندې دی چې ښايي د کرونا ویروس په اړه دقیق معلومات او د تلفاتو دقیق ارقام یې نه وي اعلان کړي.

دا نیوکې تر هغه وروسته نورې هم زیاتې شوې چې څو ورځې د ووهان له ښار څخه دکرونا له کبله د هېڅ یو کس د مړینې خبر خپور نشو، چې ډېرو ته حیرانوونکی و.

خو چین دا ټول تورونه ردوي او وایي چې دقیق ارقام خپروي او د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم یې د روغتیا نړیوال سازمان خبر کړی دی.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو او سیمو ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس په ټولې نړۍ کې تر دې دمه ۲.۱ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته دي او څه باندې ۱۴۶زره نور مړه شوي دي.

کروناویروس تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو او ایټالیا کې مړه کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG