د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د کروناویروس په وجه د مړینو بیساری زیاتیدل


چینایي مقاماتو د کروناویروس په وجه د ٢٥۴ نورو کسانو د مړینې او پدې ویروس باندې د ١٥٠٠٠ نورو کسانو د اخته کیدو خبر ورکړی دی.

چینایي مقاماتو ویلي چې د پنجشنبې تر ورځې فبرورۍ ١٣ پورې په چین کې په کروناویروس باندې د اخته کیدو له وجې د مړه شويو کسانو شمیر ١٣٦٧ تنو ته رسیدلی او پدې ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمیر ٦٠ زرو ته لوړ شوی دی.

دا پداسې حال کې دي چې په چین کې روغتیایي مقاماتو په هوبي ولایت کې د کروناویروس د تشخیص لپاره له یو نوي میتود نه استفاده وکړه.

د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې د کروناویروس خپریدل ددې سبب شول چې بیجینگ د هوبي ولایت درې لوړپوړي مقامات له دندو گوښه کړي. د چین دغه اقدام د خلکو د پراخو انتقادونو په نتیجه کې شوی دی.

منتقدین وایي دغو مقاماتو ونشو کړای چې په چټکه او موثره توگه ددغه نوي ویروس په وړاندې عمل وکړي. په پیل دغو مقاماتو ویلي وو چې د یو شخص نه بل شخص ته ددغه ویروس د انتقال خطر ډیر کم او یا هم ناممکن دی، خو وروسته د هغوی څرگندونې ناسمې ثابت شوې.

د ووهان اوسیدونکي وایي ددې ښار روغتونونه د کروناویروس پر ناروغانو باندې بیحده ډک دي، روغتیایي آسانتیاوی کمې دي او حتی هغه ډاکتران چې په پیل کې یې ددې ویروس د خطرونو په اړه خبرې کولې د پولیسو له خوا د آوازو د خپرولو په تور غندل شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاند تاریک جسریویک، د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې دغه سازمان له چین نه غواړي د کروناویروس په رپوټ ورکولو کې پوره وضاحت نه کار واخلي. هغه وویل: "زمونږ درک دادی د تشخصیص کولو نوی میتود نه یواځې په لابراتوار کې تائید شوې پیښې، بلکه د ناروغانو سره د نژدیتوب او علایمو پر اساس کلینیکي تشخیص شوې پیښې هم ښیي."

پدې ترڅ کې د روغتیا د نړیوال سازمان یوه ډله متخصصین د دوشنبې د ورځې راهیسې په چین کې دي چې د چینایي روغتیایي مقاماتو سره له نژدې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG