د لاس رسي وړ اتصالات

ستر نړیوال قدرتونه د اټومي وسلو د ازموینې په ځایونو کې نوي تاسیسات جوړوي


د شمالي کوریا اټومي تاسیسات
د شمالي کوریا اټومي تاسیسات

سي ان ان ټلویزیون د سپوزمکۍ له لارې د اخیستل شوي عکسونو په حواله په یو رپوټ کې لیکلي، چې روسیې، امریکا او چین په وروستیو کلونو کې د اټومي وسلو د ازموینو په ساحو کې نوي تاسیسات او تونلونه جوړ کړي دي.

په عکسونو کې لیدل کیږي، چې د دغو دریو هېوادونو د اټومي ازموینو په ساحو کې د رغونې چارې او د نقلیه واسطو تګ راتګ زیات شوی دی.

د سي ان ان ټلویزیون دجمعې، سپټمبر ۲۲ (وږي ۳۱مې) د رپوټ پر بنسټ، د اټومي وسلو د نه خپریدو د مطالعاتو په څانګه کې یو وتلي شنونکي "په ځانګړې توګه" د سپوږمکۍ دغه انځورونه یې ترلاسه کړي وو او نن یې خپاره کړل.

رسنیو، د میډیلبري د نړیوالو مطالعاتو موسسې د اټومي وسلو د نه خپریدو په څانګه کې د پروفیسور جیفري لیویس په حواله خبر ورکړی.

پدې خبر کې ویل شوي ،"حقیقت دا دی چې ډیری نښې نښانې شته دی، چې ښايې روسیه، چین او متحده ایالات د اټومي وسلو ازمایښت له سره پیل کړي."

وروسته تر هغه چې د ۱۹۹۶م کال د سپتمبر په لسمه نیټه، د هراړخیز اټومي ازموینې بندیز تړون لاسلیک شو، متحده ایالاتو، روسیې او چین بیا اټومي ازموینه نه ده کړې.

جیفري لیویس زیاته کړه،‌ چې په اوکراین د پوځي یرغل په ترڅ کې د روسیې کمزوري، ښايې مسکو دې ته هڅولې وي چې یوځل بیا د خپلو اټومي وسلو ازموینې و ارزوي.

د سي ان ان ټلویزیون د رپوټ له مخې، د دغو هېوادونو د اټومي ازموينې په تاسیساتو کې د روسيې، چين او امريکا د فعاليتونو زياتوالى په داسې حال کې کېږي چې د دغو درېيو سترو اټومي قدرتونو ترمنځ کړکیچ په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د امریکا د ساینس پوهانو د فدراسیون په وینا، له ۲۰۲۲م کال راهیسې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د نږدې ۵۹۷۷ اټومي کوپړیو کنټرول لاس کې لري، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ۵۴۲۸ اټومي کوپړی کنټرولوي.

د روسیې د شاوخوا ۱۵۰۰ اټومي وسلو هغه ټاکلې نېټه او معیاد پای ته رسیدلي، خو اټکل کیږي چې دغه وسلې به لاهم خوندي وي. د "Bulletin Atomic Scientists" غیر انتفاعي سازمان په وینا، روسیې ۲۸۸۹ اټومي کوپړۍ ذخیره کړې او شاوخوا ۱۵۸۸ ستراتیژیک اټومي کوپړۍ یې د ګټې اخیستو لپاره چمتو کړي دي.

روسیې همدا راز ۸۱۲ اټومي کوپړۍ د ځمکې په سطحه په بالستیک توغندیو کې ، ۵۷۶ د اوبتلونو په بالستیک توغندیو او نږدې ۲۰۰ نور یې د بم غورځونکو الوتکو په هوايي ډګرونو کې ځای پر ځای کړي دي.

بلخوا د امریکا متحدو ایالتونو بیا شاوخوا ۱۶۴۴ ستراتیژیک اټومي کوپړۍ ګټې اخیستو ته چمتو کړي دي.

په دغه اندازې د اټومي وسلو لرل پدې مانا ده چې روسیه او امریکا کولای شي نړۍ څو ځله ویجاړ کړي.

د سړې جګړې پر مهال، پخواني شوروي اتحاد شاوخوا څلوېښت زره اټومي کوپړۍ درلودې، په داسې حال کې چې امریکا هغه مهال ۳۰ زره دغه راز اټومي کوپړۍ درلودې.

متحده ایالاتو تیر کال وویل، چې روسیه او چین خپل اټومي ځواک ته وده ورکړې او لا یې پرمختللې کوي.

له بلې خوا پوتین ادعا کړې چې داسې معلومات لري چې ښيي امریکا د اټومي وسلو نوي ډولونه جوړوي.

د اټومي وسلو د کنټرول د بسنټ په وینا، په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته، یوازې یو څو هیوادونو اټومي وسلې ازمویلې دي. له هغه ډلې؛ امریکا په ۱۹۹۲ کال، چین او فرانسې په ۱۹۹۶کې، هند او پاکستان په ۱۹۹۸ کې او شمالي کوریا د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې اټومي وسلې ازمویلې دي. روسیې وروستی ځل په ۱۹۹۰ کال کې د اټومي وسلو ازموینه کړې وه.

د "امریکایي ساینس پوهانو فدراسیون" په وینا، چین ټولټال ۳۵۰ ، فرانسه ۲۹۰ او بریتانیا ۲۲۵ اټومي کوپړۍ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG