د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن پنجشنبه کابل ته راغلی دی. د هغه د سفر په هکله د مخکې نه څه ویل شوي نه و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل نن پنجشنبه مارچ ۲۴ (ورې څلورمه) له امریکا غږ سره خبرو کې کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر تائید کړ.

ښاغلي تکل زیاته کړه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته د سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.

تکل زیاته کړه:"دواړو سیالانو د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کي غونډه وکړه چې پکې په سیاسي، اقتصادي، ټرانیزيټي، هوايي دهلیز، د وچو مېوو پر لېږد، سکالرشیپونو، د ویزو پر ورکړې، د معدنیاتو په برخو کي د کار د شروع کېدو، په سي پيک پروژه کې د افغانستان د برخې او ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې."

ها خوا د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر هدف د اړیکو پیاوړتیا بللې او د چین لخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه مداخلې ډاډ یې ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وانګ ونبین تیره ورځ په بیجینګ کې د خپلې اونیزې غونډې پرمهال خبریالانو ته ویلي و چې هیواد یې له افغانستان څخه د یو ټول شموله سیاسي جوړښت،د منځ لارې حکومتدارۍ او د سولې او بیارغونې له نوي فصل څخه ملاتړ کوي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته چین د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره دوستانه اړیکو لېوالتیا پیدا کړې ده.

دا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی.

د طالبانو د اعلامیې له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر افغانانو او نړیوالوالو ته یو مثبت پیغام بللی دی او له دغه هیواد سره یې د چین مرستو څخه مننه کړې ده.

ښاغلي متقي د چین سفیر سره لیدنه کې دغه هیواد ته د پانګونې ډاډ ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د مارچ میاشتې په وروستیو کې په بیجینګ کې وشي.

تر دې مخکې ورته غونډه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په پاکستان کې شوې وه چې د ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.

تر هغه وروسته ورته غونډه د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په ایران کې وشوه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم پکې ګډون کړی و.په افغانستان کې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدل ددغه غونډې اساسي غوښتنه وه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د تیرې سې شنبې په ورځ په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون کړی و.

ویل کیږي چې ښاغلي یي په یاده غونډه کې تر ګډون وروسته کابل ته راغلی دی.

XS
SM
MD
LG