د لاس رسي وړ اتصالات

نهو ولایتونو کې نښتې؛ د ۱۱۸ طالبانو د وژلو ادعا


د افغانستان دفاع وزارت د دغه هېواد په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تازه نښتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو نښتو کې د طالبانو ډلې ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ دا نښتې په لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، غور، بلخ، هلمند او تخار ولایتونو کې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند فواد امان د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غويي ۹) امریکا غږ ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۱۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي امان زیاته کړه چې څلور طالبان نیول شوي هم دي او د دغې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هغه وویل: "همداشان (۱۶۹ کړۍ) ماینونه چې طالبانو د خلکو د تګ راتګ په لاره کې ځای پر ځای کړي و د ملي اردو له خوا کشف او شنډ شول چې په نتیجه کې یې زموږ د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شو".

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت رئیس ضیا سراج، د دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات‌الله حیات د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره غزني ولایت ته تللي دي.

ټاکل شوې چې د افغان حکومت د امنیتي او دفاعي سکتور دغه لوړپوړي چارواکي د غزني ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د طالبانو په مرکزونو باندې د پراخو عملیاتو پلان ترتیب کړي.

همداشان دغو چارواکو د کابل – کندهار، غزني – پکتیکا او یو شمیر نورو لویو لارو د امنیت په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG