د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان دې خپل سیاسي اهداف د مشارکت له لارې تعقیب کړي


ولسمشر غني وایي، تاریخ ته په کتو د زور له لارې هیڅ څوک پر افغانانو ځان نشي تپلی
ولسمشر غني وایي، تاریخ ته په کتو د زور له لارې هیڅ څوک پر افغانانو ځان نشي تپلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، وسله وال طالبان باید د خپلو سیاسي اهدافو لپاره جګړه نه بلکې په ملي پروسو کې د مشارکت له لارې تعقیب کړي.

ښاغلي غني نن چهارشنبه اپرېل ۲۸ (غوايي ۸) د افغانستان خلکو جهاد کامیابۍ د ۲۹ تلین په مناسبت پیغام کې ویلي چې افغانانو د جهاد تر بریا وروسته سختې او ترخې ورځې تجربه کړي او په خبره یې طالبان هم باید له دغه تاریخي درس نه الهام واخلي.

نوموي زیاته کړې چې د جهاد تر بریا وروسته د رامنځته شوي وضعیت له امله دغه هیواد امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ او په وینا یې د اوږدې مودې لپاره په نړیواله انزوا کې پاتې شو.

هغه ویلي چې افغانستان اوس یو ځل بیا په حساسو شرایطو کې دی او په خبره یې باید له تیرو ترخو تجربو څخه په ګټې اخیستې د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیر نه کار واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې: "اوس چې هیواد یو ځل بیا په حساسو شرایطو کې دی، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخلو. دا چې په جهاد کې د خلکو د بریا راز د دوی یووالی او ملي وحدت و، نو د سولې په پروسه کې هم یوازې په یوه او واحد غږ، عادلانه او پایداره سولې ته رسېدلای شوو."

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړې چې تاریخ ته په کتو د زور له لارې هیڅ څوک پر افغانانو ځان نشي تپلی.

هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی چې خپل اهداف د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای د سیاسي مشارکت له لارې د خلکو ارادې ته په درناوی تعقیب کړي.

نوموړي زیاته کړې: " اوس د دې وخت رسېدلی چې طالبان هم له دغه تاریخي درس نه په الهام اخیستلو سره د وطن د راتلوونکي په اړه فکر وکړي د جګړې، تاوتریخوالي او ویرانۍ پر ځای، خپل سیاسي اهداف په ملي او دموکراتیکو پروسو کې د ګډون له لارې او د خلکو ارادې ته په مراجعې کولو سره تعقیب کړي."

د ۱۳۷۱ کال د غويي میاشتې په اتمه نېټه د ډاکتر نجیب‌ الله حکومت نسکور او پخواني مجاهدین کابل ته دننه شول او د اسلامي حکومت اعلان یې وکړ چې وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شول.

XS
SM
MD
LG