د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د کروناویروس پیښې ۳۰ میلیونو ته ورسیدې 


په نړۍ کې د کروناویروس د وبا د لومړۍ پیښې له خپریدو څخه شاوخوا نهه میاشتې وروسته نن ورځ ددغې ناروغۍ د پیښو شمیر ۳۰ میلیونو ته ورسید.

د امریکا متحده ایالات، هند او برازیل په ترتیب سره لومړی، دوهم او دریېم هیوادونه دي چې د کروناویروس سخت ځپلي دي. پدغو درې هیوادونو کې د کروناویروس پیښې د ټولې نړۍ د پیښو نیمایي برخه جوړوي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په نړۍ کې د کروناویروس له وجې مړیني د سپتمبر د ۱۷ تر غرمې پورې څه دپاسه ۹۴۲ زرو تنو ته رسیدلي دي.

د امریکا متحده ایالات د څه دپاسه شپږ میلیون او ۶۴۴ زرو اخته کسانو او ۱۹۷ زرو مړینو په درلودلو سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی چې ددغه وبا په وجه یې زیات انساني تلفات ورکړي دي.

هند د زیاتو کسانو د اخته کیدو له پلوه چې څه دپاسه ۵۱۱۸۲۵۳ وګړي یې په کرونا اخته شوي په نړۍ کې دوهم هیواد دی. د پنجشنبې تر ورځې پورې پدې هیواد کې ۸۳۲۰۰ کسان کروناویروس مړه کړي دي.

خو برازیل چې تر اوسه یې د ۴۴۱۹۰۸۳ مثبتو پیښو خبر ورکړی د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر پدې هیواد کې څه دپاسه ۱۳۴۱۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

پداسې حال کې چې هره ورځ په نړۍ کې په کروناویروس باندې د اخته کسانو شمیر لوړیږي او په زرګونو کسان مري، تر اوسه ددغه وبا پر وړاندې یو مصؤون او ګټور واکسین ندی تولید شوی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په څو وروستیو اونیو کې په وار وار ویلي دي په امریکا کې د نومبر د دریېمې نیټې تر انتخاباتو پورې چې ښاغلی ټرمپ هم په کې کاندید دی خلک د کروناویروس واکسین ته لاس رسی مومي.

خو د امریکا د امراضو د وقایي او مخنیوي مرکز رئیس رابرت ردفیلډ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره ډیره ښه او ډاډمنه لار د ماسک تړل دي. ځکه د هغه په وینا یو شمیر خلک د واکسین وروسته د کروناویروس پر وړاندې لازم معافیت نه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG