د لاس رسي وړ اتصالات

د دهلې بند کې جګړه؛ کندهار کې د اوبو کمېدو په اړه اندېښنې


کندهار کې د دهلې اوبو بند
کندهار کې د دهلې اوبو بند

د کندهار ولایت د دهلې بند په سیمه کې د پوځي عملیاتو له کبله کندهار ښار او ولسوالۍ د اوبو له جدي ګواښ سره مخ دي.

سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې له دې کبله د کندهار د ګڼ شمېر ولسوالیو باغونه د وچېدو له خطر سره هم مخامخ شوي دي.

په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند چې له تیري یوې مياشتي راهیسې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی، لايې هم اوبه ندي پارچاو شوي او نه هم د اوبو د تنظیم مامورین سیمي ته تللی شي.

د دهلې بند چې په افغانستان کې د اوبو د ذخېرې دوهم ستر بند دی د کندهار ښار د څښاک د اوبو لویه منبع ده او تر څنګ يې د دې ولایت د ۷ ولسوالیو کرهڼه ورباندي کیږي.

د کندهار د ارغنداب، دامان، ډنډ، پنجوايي، ژړۍ او ځينو نورو ولسوالیو باغ لرونکي وايي چې د اوبو د نشتوالي له کبله يې سږني حاصلات په بشپړه توګه لمنځه تللي خو اوس يې د سلو کالو روزل شويو باغونو ته د وچېدو جدي ګواښ موجود دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د تابین د سیمي اوسیدونکي جمعه ګل نن چهارشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) امریکا غږ ته وويل چې ځايي خلک اوس باغونو ته په ټانکر اوبه رسوي خو دا کار یې له مالي توان څخه وتلی دی.

دی زیاته وي: "ارغنداب په بشپړه توګه د وچېدو له ګواښ سره مخ دی زرګونه جریبه ځمکو باندي د انارو او نورو مېوو ولاړ باغونه اوس د کرايي په ټانکر اوبه کیږي چې دا کار له امکان څخه وتلی او شاید چې نور د دې سیمي باغونه په بشپړه توګه لمنځه ولاړ شي."

بلي خواته د کندهار ښار اوسیدونکي وايي چې په ظاهرشاهي کانال کې د اوبو د نشتوالي له کبله تر ځمکه لاندي د اوبو سطحه ډيره ټيټه شوې چې اوس ښاریان د څښاک د اوبو له کمبود سره مخ دي.

د شاه ولیکوټ ولسوال حاجي ګلبدین امریکا غږ ته وويل چې د ولسي خلکو په منځګړتوب هڅي رواني دي چي په لنډ وخت کې د دهلې اوبه په ظاهرشاهي کانال او نورو ویالیو ته پارچاو شي.

ده زیاته کړه چې وسله والو طالبانو تېره اونۍ ژمنه کړې وه چې د اوبو د تنظیم مامورینو ته به بند ته د ورتګ زمینه برابروي خو وروسته له خپلي کړي ژمنې څخه پر بیرته پر شا شول.

ده وويل: "په سیمه کې د ماینونو خطر دی د دهلې بند پر ټولو لارو ماینونه موجود دي د ولسي خلکو یوه ډله نن هم سیمې ته د خبرو لپاره تللي تر څو یاده ستونزه ژر تر ژره حل شي."

بلي خواته د کندهار یوه لوړ پوړي حکومتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې ګډو حکومتي قواوو د دهلې بند په شاوخوا سیمو کې پوځي عملیات پيل کړي چې له کبله يې وسله وال طالبان د اوبو له پارچاو کېدو له پرېکړي څخه بیرته پر شا شوي.

سرچينې وويل: "په سیمه کې وسله والو طالبانو هوکړه کړې وه چې تیره چهار شنبه به د اوبو پارچاو کیدو ته زمینه برابروي خو له تیرو څلورو ورځو راهیسې په سیمه کې ګډو افغان ځواکونو عملیات ګړندي کړي چي له کبله يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله پکښې اوښتې چي ورسره سم د اوبو مسئله هم نشوه حل."

وسله والو طالبانو د دهلې بند د اوبو د پارچاو کېدو په اړه کومه تبصره نده کړې خو تیره ورځ يې رسنیو ته په لیږلي ویډيويي تصویر کې د دهلې بند ګڼي برخې ښودلي او زیاته کړې يې ده چې د بند د امنیت لپاره يې خپل کسان په دنده ګمارلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG