د لاس رسي وړ اتصالات

کندزته له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ او د پولیو بیا خپریدو اندیښنه


د کندز ولایت یو شمېر خلک اندیښنه لري، چې له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومان که واکسین نه شي د دوي اولادونو ته به د پولیو خطر متوجه شي، خو راستنې شوې بیا وایي، چې ماشومان یې د لارې په اووږدو کې واکسین شوي دي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکی شاهین وايي، ګاونډیان یې له پاکستانه راستانه شوي، خو غوښتل یې ځان مطمین کړي، چې خپلو ماشومانو ته یې د پولیو څاڅکي ورکړي کنه.

“ زمونږ یو تن ګاونډي له پاکستان څخه راستون شوی نو لومړی مې ترې پوښتنه وکړه چې دوي خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي دي او کنه؟ خو د هغوي ځواب مثبت و، ما غوښتل چې دغه کورنۍ د پولیو له ضررونو څخه خبر کړم ، خو هغو ویل چې ماشومان یې په لاره درې ځایه واکسین شوي دي، او ماسره ځکه اندیښنه وه، چې اکثر له پاکستان څخه راستنو شویو کسانو کې د پولیو مرض ښکاره کیږي”.

د کندز اوسیدونکی عاشق الله چې له پیښوره راغلی او کورنۍ یې په خپل کلي کې میشت شوې وايي ، چې دوی هم د پولیو په ضررونو پوهیږي، او د لارې په اووږدو کې یې څو ځایه ماشومان واکسین شوي دي:

“مونږ چې کله له پیښوره کډه رابار کړه او په تورخم راواوښتو په کابل کې مو بیا ماشومان هم واکسین شول، او له هغه وخته چې کندوز ته راغلي یو درې ځل د پولیو کسان کور ته راغلي او ماشومانو ته یې د پولیو ضد څاڅکي ورکړي دي.”

په کندز کې د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي،په لویو لارو کې د پولیو واکسیناتوران ولاړ وي او په موټرو کې ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي دوه څاڅکي ورکوي:

“مونږ ویره لرو ځکه خو له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوالو ماشومانو ته واکسین ور کوو، او له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې هم د عامې روغتیا وزارت له خوا ځانګړي ټیمونه ګومارل شوي او د راوښتونکیو کورنیو ماشومان واکسین کوي، او کندوز ته راتلونکي راستنې شوېو کورنیو ماشومان هم واکسین کیږي”.

روغتیايي کارکوونکي وايي، چې په شمال ختیځ زون کې که څه هم بشپړ امنیت نه و خو د واکسین رضاکار کارکوونکي کلي په کلي د ماشومانو په واکسین کولو پسې ګرځیدلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG