د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوزکی ماشومانو ته د پولیود واکسین رسولو سپارښتنې


د کندوز صحي مسولین هڅه کوي ټول هغه ماشومان چې د پولیو خطر ورته متوجه وي تر نورو ماشومانو زیات واکسین کړي، په همدې خاطر په هر کمپاین کې خپلو رضاکارانو ته د واکسین رسولو سپارښتنې کوي.

د کندوز د کتلوي معافیت مسولین وايي چې دوي هر ځل د پولیو د کمپاین په وخت خپلو رضا کاره همکارانو ته سپارښتنه کوي چې هغو ماشومانو ته خامخا د پولیو څاڅکي ورکړي چې په مخکنیو کمپاینونو کې له واکسین پاتي شوي دي.

په کندوز کې د کتلوي معافیت مسول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي چې دوي د پولیو د کمپاین پر وخت له خپلو هغو شوراګانو سره هم خبرې کوي چې په کلیوالو سیمو کې یې جوړې کړي دي: " د عامې روغتیا کارکوونکي او د کتلوي معافیت مسولین هڅه کوي ټولو هغو ماشومانو ته واکسین ورسوي چې عمرونه یې تر پنځه کالو کم دي، او د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي چې عام خلک د کتلوي معافیت له رضا کارو سره مرسته وکړي، او ټولو هغو شوراګانو ته د کمپاین پر وخت سپارښتنې کوي چې کوم ماشومان له واکسین څخه پاتي شوي وي باید واکسین ورته ورسول شي."

د عامې روغتیا مسولین غوښتنه کوي چې عام خلک هم باید خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي ورکړي چې ژوند او صحت یې وساتل شي، دوي وايي چې په کلیو کې محلي شورا ګانې هم د ماشومانو د واکسین کیدو په اړه مرسته کوي.

د کندوز د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر نبي عظیم زیاتوي:” د نا امنیو په خاطر ځینې مشکلات شته چې ځینو سیمو ته واکسین نه شي رسیدلی، خو د قومي مشراتو او سپینږیرو په مرسته هغو ساحو ته واکسین رسوي چې د جګړو او نا امنیو په ورځو کې ورته واکسین نه وي رسیدلي، او زمونږ ټیمونه په هر وخت کې د خلکو خدمت ته چمتو دي.”

د کندوز اوسیدونکي وايي چې له تیرو څو میاشتو راپه دیخوا په دغه ولایت کې د جګړو او نا امنۍ له وجې د دوي ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه دي ورکړل شوي، دوي غوښتنه کوي چې باید د اولادونو د صحت په خاطر یې دوي ته د پولیو څاڅکي ورسول شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG