د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کابل کې د وېزې ورکولو څانګه وتړله


په کابل کې د پاکستان سفارت پرون ناوخته تر نامعلومې نېټې افغانانو ته د خپلو وېزو ورکولو څانګو د تړل کېدو خبر ورکړ.

دغه سفارت د «نومبر پر ۳مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا کار یې په افغانستان کې خپلو مامورینو ته د متوجه امنیتي ګواښونو له امله کړی دی.

پاکستان ویلي، چې دغه څانګه به تر بلې خبرتیا پروې تړلې وي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون یکشنبه په هغه هېواد کې له افغان شارزدافیر سره په دې اړه خپل اندېښنه شریکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د دوی د سفارت کار کوونکي او مامورین سفارته پر لار خپلو موټرو کې ځورول شوي او موټرسایکلونه ورسره جنګول شوي دي.

پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د ویانا د دیپلوماټیکو امتیازاتو د ۱۹۶۱کنوانسیون له مخې د ټولو پاکستاني دیپلوماټانو امنیت خوندي کړي.

دغه هېواد همدارنګه له افغان شارزدافیر څخه غوښتي، چې هېواد یې پاکستاني دپیلوماټو ته د متوجه امنیتي ګواښونو په اړه پلټنې وکړي او د هغوی د امنیت په اړه ډاډ ورکړي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند د فرانسې اژانس ته ویلي، چې په ورځ کې په عادي توګه ۱۵۰۰ افغانان د وېزې تر لاسه کولو لپاره دغه سفارته مراجعه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام اباد کې افغان سفارت هم د تلې پر ۱۸مه په پېښو کې پر افغان مارکېټ د پاکستاني پولیسو د چاپې اچولو په غبرګون کې په پېښور کې خپله قونسلګري وتړله.

پر همدې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، چې د پاکستان اندېښنه یې له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې ده.

ښاغلي هیواد نن دوشنبه د «لړم پر۱۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې له امنیتي ارګانونو څخه غوښتل شوي، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د تماس له لارې هڅه کوي، چې افغانانو ته د وېزې ورکولو ستونزه هواره کړي.

XS
SM
MD
LG