د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو سازمان بهر ته د طالب مشرانو په سفرونو د بندیز غوښتنه وکړه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو لخوا پر مېرمنو د محدویتونو لګېدو او د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو سره هم مهاله د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو دغه اقدماتو ته په غبرګون کې پر هغوی هم باید بندیزونه ولګوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدر بار د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري لسمه) په یوې اعلامیې کې له افغانستان څخه بهر د طالب چارواکو پر سفرونو د بندیز لګولو غوښتنه کړې ده او هم یې ویلي چې له طالبانو سره دي د داسې غونډو له جوړولو څخه دې ډډه وشي چې د هغوی د اعتبار سبب ګرځي.

اغلې بار زیاته کړې: "دولتونه باید د سفرونو د معافیت پای ته رسېدو چې ځینې لوړپوړي طالب چارواکي محدودوي ملاتړو وکړي، هغوی باید د داسې ناستو چې د طالب مشرانو د اعتبار سبب کیږي، له جوړولو څخه ډډه وکړي."

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د چارو مسؤلې له مرسته کوونکو هیوادونو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو، جرمني، برتانیې او اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

طالبانو په شاوخوا دوو اونیو کې پر ښځو او نجونو باندې تازه محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او بهر ورته غبرګونونه ښودل شوي دي.

که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ به د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو د تیرې چهارشنبې په ورځ یې په یوې اعلامیې کې وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر امر ثاني پوري بند وي.

تر هغه وروسته طالب چارواکو له «محرم پرته» د ښځو پر سفر محدودیتونه ولګول او د راپورونو له مخې هوايي شرکتونو ته یې لار ښوونه کړې وه چې د شرعي محرم پرته بهر ته د ښځو د سفر مخه ونیسي.

په تازه اقدام کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزرات پارکونو ته د ښځو او نارینه وو د ورتګ ورځې جلا کړې او ویلي دې چې تر دې وروسته نارینه او ښځینه نشي کولای چې یو ځای پارک ته ولاړ شي.

د بشري حقونو سازمان همدارنګه مرسته کوونکو هیوادونو ته واړندیز کړی دی چې په افغانستان کې د ښځو له حقوقو څخه د ملاتړ ټولنو سره همکاري وکړي.

دغه بنسټ همدارنګه ټینګار کړی دی چې د هغو نجونو لپاره چې د تیرو اوو میاشتو راپدېخوا له زده کړو څخه پاتې شوي دي باید د زده کړو نوي پروګرامونه ورته وړاندې شي.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ اروپايي ټولنې هم د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو ته په غبرګون کې ویلي و چې د نجونو د زده کړو مخنیوی به د طالبانو اعتبار کمروزری کړي.

دغه ټولنې په یوې اعلامیې کې د طالبانو د حکومت دغه اقدام غندلی و او هغه یې د زده کړو د اساسي حق نقضول بللي و.

تیره اونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډ، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او ناروې حکومتونو او د اروپايي ټولنې عالي استازو په یوې ګډې اعلامیې کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه وغندل او له هغوی یې وغوښتل چې خپله پرېکړه ژر بېرته واخلي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو مخکې باید ځینو «عملي ستونزو» ته رسیدګي وشي.

XS
SM
MD
LG