د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ افغانستان کې یو ځل بیا پوهنتونونه رخصتیږي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي له امله یو ځل بیا ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصتوي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حمید عبیدي نن شنبه نومبر۲۱(لېندۍ لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې د کابینې د پرېکړې په اساس ټاکل شوې ټول پوهنتونونه د لیندۍ میاشتې له اتمې نېټې څخه بیا د حوت میاشتې تر پنځلسمې نېټې رخصت شي.

هغه زیاته کړه: "دلیل د رخصتۍ همدا دی چې د عامې روغتیا وزارت کابینې ته خپل راپور وړاندې کړی، د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي او کابینې پرېکړه کړې چې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه دي رخصت شي."

د لوړو زده کړو وزارت د ویاند په وینا په ټولو پوهنتونونو کې د پیل شوي سمیستر څلور اونۍ تیري شوي او شپږ اونۍ یې لا پاتې دي چې په خبره یې دغه شپږ اونۍ به په انلاین ډول درسونه مخته یووړل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس که چیري د حوت پر پنځلسمه د کرونا له امله رامنځته شوی وضعیت سم و ټول پوهنتونونه به بیرته په حضوري ډول پیل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د کابینې د پرېکړې په اساس د افغانستان ټول پوهنتونونه د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي په هدف رخصت شوي چې شااوخوا دوې میاشتې مخکې بیرته پرانیستل شول.

XS
SM
MD
LG