د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو: کروناویروس ۳۰۰ میلیونه شاگردان ښوونځیو ته له تگ محروم کړي


د ملگرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنگي سازمان (یونسکو) ویلي دي چې د نړۍ په لسگونو هیوادونو کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه شاگردان د پنجشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ١٥) د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر ښوونځیو او پوهنتونونو ته ندي تللي.

د یونسکو عمومي رئیس آدرې آزولي، ویلي چې ایټالیا خپل ټول ښوونځي او پوهنتونونه د مارچ تر ١٥ پورې تړلي دي. د کروناویروس له بل هر اروپایي هیواد څخه پر ایټالیا زیات اغیز کړی دی.

د یونسکو مقاماتو په وینا نهه نورو هیوادونو په مشخصو ځایونو کې په موقتي توگه ښوونځي تړلي دي او که پدغو هیوادونو کې په عمومي توگه ښوونځي وتړل شي، په مجموعي توگه به ١٨٠ میلیون نور زده کوونکي هم ښوونځیو ته له تللو پاته شي.

د یونسکو رئیس ویلي چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ښوونځیو تړل کیدل متوازن ندي او که دغه وضعیت دوام وکړي زده کړو ته د لاسرسي حق به له گواښ سره مخامخ شي.

د کروناویروس چې د ٢٠١٩ کال په دسمبر کې په چین کې رامنځ ته شو اوس څه دپاسه ٨٠ هیوادونو ته رسیدلی او څه دپاسه ٩٥ زره کسان چې څه دپاسه ٨٠ زره یې په چین کې دي په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د کروناویروس د خپریدو له کبله تر اوسه ۳۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ددې جملې نه ۲۹۰۰ کسان یې د چین دي.

له بله پلوه د کروناویروس پراخیدو د نړۍ اقتصاد گډوډ کړی او اغیزمن شويو هیوادونو ددې ویروس سره د مبارزې لپاره سترې مالي منابع په کار اچولي دي چې ددې جملې نه یواځې امریکا ۸.۳ میلیارد ډالر د کروناویروس د پراخیدو د مخنیوي لپاره ځانگړي کړي دي.

XS
SM
MD
LG