د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ په نړۍ کې د مړینو او اخته کسانو تازه شمیرې


په نړۍ کې په کروناویروس باندې د اخته کسانو شمیر د یکشنبې د ورځې اپریل پنځمې (وري ۱۷) تر سهاره څه دپاسه ۱.۲میلیون کسانو ته رسیدلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې دغه ویروس اوسمهال د نړۍ ۱۸۲ هیوادونو کې ۶۵۷۱۱ کسان مړه کړي او په ټوله نړۍ کې پدې ویروس باندې د اخته کیدو وروسته څه دپاسه ۲۵۲۴۷۸ کسان بیرته ښه شوي دي.

د امریکا متحده ایالات اوس په کروناویروس باندې د ۳۱۲۲۴۵ اخته کسانو په لرلو سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې ده او د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله پدې هیواد کې د مړینو شمیر ۸۵۰۳تنو ته رسیدلی دی.

د یادونې وړ ده چې د کروناویروس د چټک خپریدو له کبله په ټولنه نړۍ کې د مړینو او اخته کسانو شمیرې هره ګړۍ تغییر کوي.

اسپانیا د شاوخوا ۱۳۰۷۵۹ناروغانو په لرلو سره د نړۍ دوهم هیواد دی. پدې هیواد کې تر اوسه ۱۲۴۱۸ تنه د کروناویروس په وجه مړه شوي دي.

خو ایټالیا د ۱۵۳۶۲ تنو د مړینې له کبله په نړۍ کې د جدول په سر کې ده. پدې هیواد کې ۱۲۴۶۳۲ په کروناویروس اخته شوي دي.

په جرمني کې ۹۶۱۰۸ کسان په کروناویروس اخته دي او تر اوسه یې د ۱۴۴۶کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

په فرانسه کې شاوخوا ۹۰۸۵۳ کسان په دې ویروس اخته شوي او تر اوسه په کې د مړو شمیر ۷۵۷۴ تنو ته رسیدلی دی.

کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خپور شو. په چین کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۸۲۶۰۲ تنو ته رسیدلی او دې هیواد ویلي چې په کې ۳۳۳۳ کسان پدې ویروس مړه شوي دي.

ایران تر اوسه د ۳۶۰۳ مړینو رپوټ ورکړی او اوس پدې هیواد کې په کرونا باندې د اخته کسانو شمیر ۵۸۲۲۶ تنو ته رسیدلی دی.

په افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پیښې د شنبې د ورځې تر سهاره ۳۳۷ ته رسیدلي او تر اوسه د اوو تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG