د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کروناویروس؛ یوه اونۍ کې ۱۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تیره یوه اونۍ کې د کروناویروس ۹زره او ۷۸۲ مشکوک سمپلونه په خصوصي او دولتي لابراتوارونو کې ارزول شوي چې له دې شمېر څخه ۱۰۲ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت ورځني راپورونه ښيي چې د روانې اونۍ له شنبې ورځې څخه تر پنجشنبې پورې په افغانستان کې د کروناویروس له امله درې تنه مړه شوي دي.

همداشان په دې موده کې ۴۰۸ کسان بېرته د کروناویروس له ناروغۍ څخه ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو له پیل څخه تراوسه د کروناویروس ۵۵زره او ۵۷۵ مثبتې پېښې ثبت کړي چې له دې شمېرې دوه زره او ۴۳۰ ناروغان مړه شوي او ۴۸زره او ۷۹۸ کسان بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰) په ټوله نړۍ کې کابو ۱۱۰ میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي او له دې شمېرې څه باندې دوه میلیونه او ۴۳۰ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG