د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۳۹۷۳ کسان په کروناویروس اخته دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په اوس وخت کې ۳۹۷۳ کسه په افغانستان کې په کروناویروس باندې اخته دي.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو په اساس چې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۵ (کب ۷) له رسنیو سره شریک شوي په افغانستان کې د کروناویروس له پیل څخه تر اوسه په مجموعي ډول ۵۵۶۷۶ کسه په دغه ویروس اخته شوي، چې له دې شمېرې ۴۹۲۸۱ کسه بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې څلور کسه د کروناویروس له امله مړه شوي هم دي، چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمیر په افغانستان کې دوه زره او ۴۴۲ ته پورته شوی دی.

د دغو معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۳۹۷۳ کسه په کروناویروس اخته دي او د کابل په ګډون په مختلفو ولایتونو کې تر درملنې لاندې دي.

د افغانستان حکومت روانه اونۍ په کروناویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره په لومړي ځل په افغانستان کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ هم پیل کړه.

روغتیايي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د کروناویروس له امله د مړو شویو او ورباندې د اخته شویو کسانو حقیقي شمیرې په مراتبو له هغو رسمي شمیرو څخه پورته دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نشر کړي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې جنوري ۲۵ (کب ۷) په نړۍ کې څه باندې ۱۱۲ میلیونه ۶۰۰زره کسه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو ۲.۵ میلیونه یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG