د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ تنه کروناویروس مړه کړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه معلومات ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې څه باندې۱۷۲۰ کسان په کرونا اخته شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په دې موده کې ۹۴ کسان چې په کروناویروس اخته شوي و مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې ورځې جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) معلومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې ۵۰۵۳ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له دې شمېرې ۱۷۲۲ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

همدا شان دغه وزارت ویلي چې په دې موده کې ۳۹۱ کرونايي ناروغان بېرته ښه شوي دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه په دغه ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۹۶زره او ۵۳۱ ته پورته شوی چې له دې شمېرې درې زره او ۸۴۲ کسان مړه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر اوسه په نړۍ کې کابو ۱۷۶میلیونه او ۷۰۴زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۸۲۴زره یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG