د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان کې څه باندې ۳۲۵۰۰ کسان بېرته ښه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۲۶۵ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له دې شمېرې ۱۷ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۷) وویل چې د تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمیر ۳۸۸۷۲ ته لوړ شوی دی.

اغلې جعفري دغه راز وویل چې په تیره یوه شپه او ورځ کې دوه تنه له کروناویروس څخه بېرته ښه شوي او د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۳۲۵۰۵ ته رسېدلی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له امله څوک مړه شوي نه دي، خو د پخوانیو شمیرو له مخې ۱۴۳۲ تنو په دغه هېواد کې د کوید۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د وهوبي ایالت په ووهان ښار کې خبور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۷) په نړۍ کې څه باندې ۲۹ میلیونه او ۸۸۰ زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې کابو ۹۴۱زره یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG