د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۴۰۰۰۰ پورته شوې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۲۴۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې له دې شمېرې ۳۲ یې مثبتې تشخیص شوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۴) وویل چې د تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شوې کسانو مجموعي شمیر ۴۰زره او ۲۶ ته پورته شوی دی.

اغلې جعفري زیاته کړه چې اکثره تازه مثبتې پېښې په بلخ او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس د خورېدو له پیل څخه تراوسه ۱۴۸۱ تنه له دغې ناورغۍ مړه شوي او کابو ۳۳زره او ۵۰۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

تیره ورځ د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په یو کنفرانس کې وویل چې په درېیو اونیو کې د کروناویروس په مثبتو پېښو کې له کموالي وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې د کروناویروس پېښې په زیاتېدو دي او تیره اونۍ د ټولو مشکوکو سمپلونو ۱۷ سلنه مثبت تشخیص شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې له ماسکونو څخه د استفادې او د روغتیايي تدابیرو په رعایتولو سره به بېرته د کروناویروس په مثبتو پېښو کې کموالی راشي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د بنجشنبې تر ورځې اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۴) په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۸ میلیونه او ۵۳۷ تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۹۲زرو څخه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG