د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس وبا او د امریکایي پوځیانو ترمنځ د ځان وژنو د شمیر زیاتیدل


د امریکا د پوځ لوی درستیز جیمز مک‌کانویل، ویلي چې د امریکایي پوځیانو په منځ کې د ځان وژنې شمیر زیات شوی او د هغه په وینا دا وضعیت د کروناویروس سره مستقیمه اړیکه لري.

ښاغلي مک‌کانویل د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلي ۲۲) د دفاع وزارت په مقر کې خبریالانو ته وویل: "زمونږ پر سرتیرو باندې د کوویډ ناروغی د سلوکي روغتیایي تاثیراتو په هکله اندیښمن یو...یو شمیر پوهانو ویلي دي چې د کوویډ او ځان وژنو ترمنځ د اړیکې تشحیص نشي کولی، خو زه استدلال کوم چې لږ تر لږه ددې څخه زما برداشت دادی چې [کوویډ۱۹] تاثیر لري، ځکه د خلکو اړیکې یې پرې کړي دي.

د امریکا د پوځ مسولانو اندیښنه ښودلې چې ددې هیواد د پوځیانو ترمنځ ځان وژنې د مارچ د میاشت راهیسې زیاتې شوي. د کروناویروس د وبا له خپریدو وروسته په متحده ایالاتو کې په تګ راتګ محدودیتونه ولګول شول او ددې هیواد د دفاع وزارت د قواو سفرونه او انتقالات محدود کړل.

د اسوشیتدپرس اژانس تیره میاشت رپوټ ورکړ چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د امریکایي پوځیانو د ځان وژنې شمیرې شاوخوا ۲۰ فیصده زیاتې شوي دي. ددې رپوټ د شمیرو له مخې د روان کال له پیل نه د اګست د میاشتې تر ۳۱ پورې ۱۱۴ امریکایي پوځیانو ځان وژنه کړې ده، پداسې حال کې چې تیر کال په همدې موده کې ۸۸ پوځیانو ځانونه وژلي وو.

که څه هم چې دمخه د امریکا د دفاع وزارت مسولینو د امریکایي پوځیانو د ځان وژنې او کروناویروس ترمنځ اړیکه مخکې له وخت ګڼلې وه، خو ښاغلي مک‌کانویل وویل چې د پوځیانو د ځان وژنو رپوټونو ته په کتو سره کولای شو ووایو چې د کروناوبا زیږنده اغیزې لکه د کورنیو اړیکو خړپړتیا، د باردوشۍ او بۍ کسۍ حس ددې کار سبب شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او وقایې مرکز تیره میاشت رپوټ ورکړ چې د کروناویروس د وبا د خپریدو په ترڅ کې رواني او روحي ستونزې په پام وړ اندازه زیاتې شوي چې دغه وضعیت د درملو نه د ناوړه استفادې او ځان وژنو سبب شوی دی.

XS
SM
MD
LG