د لاس رسي وړ اتصالات

د چین اوسېدونکي: کروناویروس کنټرول شوی دی


په چین کې د کروناویروس پېښې مخ په کمېدو دي. په مرکز بیجینګ کې د هغو کسانو درملنه کېږي چې له بهره راغلي او په ویروس اخته دي.

چینايي چارواکي وایې چې په تېرو پرله پسې څلورو ورځو کې د نویو قضیو ثبت کول کم شوي دي.

یو شمېر چینایان باور لري چې هېواد کې یې کروناویروس کنټرول شوی دی.

د بیجینګ اوسېدونکی وانګ یوکین وایې چې "د پخوا په پرتله اوس په سړکونو کې ډېر خلک شته".

د بیجینګ بل اوسېدونکی ژایو ډاډه دی چې هېواد کې کروناویروس "تر کنټرول لاندې دی".

د چین د روغتیا ملي کمېسیون د دوشنبې په ورځ [مارچ ۲۳] خبر ورکړ چې ۳۹ قضیې یې ثبت کړي دي. چارواکي وایې دغه کسان له بهره راغلي او ویروس یې هم راانتقال کړی دی. تیره ورځ دا شمېر ۴۶ قضېې وي.

د چین د ملکي هوايي چلند د ادارې عملیاتي رئیس سون شاوهو وایې چې "بیجینګ د وارداتي وبا پر ضد د مبارزې پر مهم میدان بدل شوی دی".

مخ په زیاتېدونکی خطر

د اروپا په شمول په نورو لویو وچو کې د کروناویروس تازه پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل له خپل ډاکټر سره تر لیدو وروسته، پرون قرنطین شوه ځکه چې ډاکټر یې په کروناویروس اخته شوی دی.

په ایران کې د مړو شمېر ۱۶۸۵ ته اوچت شوی او په هغه هېواد کې ۲۱۶۳۸ کسان په ویروس اخته شوي دي چې ۷۹۱۳ تنه یې بېرته روغ شوي دي.

تېره شپه، په هند کې د کروناویروس قضیې ۳۹۶ ته وختلې. د هند د عامي روغتیا وزارت وایې چې په یوه ورځ کې یې ۸۱ قضیې زیاتې شوي دي.

د روغتیا د نړېوال سازمان د شمېرو له مخې په ټولۍ نړۍ کې ۳۰۰۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي دي. د مړو شمېر شاوخوا ۱۳۰۰۰ ته رسیدلی دی. کروناویروس اوس په ۱۸۶ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG