د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کروناویروس د تشخیص نوې بڼه تائید کړه 


د تشخصی په نوې بڼه کې د خولې لاړې اخیستل کیږي‌ او نتیجه یې هم ژر معلومیږي
د تشخصی په نوې بڼه کې د خولې لاړې اخیستل کیږي‌ او نتیجه یې هم ژر معلومیږي

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د خولې د لاړو له لارې د کروناویروس د تشخیص کولو نوې بڼه تائید کړه.

دا تشخیص او ازموینه د امریکا د «Yale» پوهنتون کړی و چې د امریکا د باسکتبال ملي ادارې یې لګښت ورکړی.

د خولې د لاړې له لارې د کروناویروس معاینه ژر کیږي او نتیجه یې په ۲۴ ساعتونو کې دننه معلومیږي. د دغې معاینې بیه ۱۰ ډالره ده او انسان هم ډېر نه په تکلیف کوي.

د کروناویروس د معاینې په نورو ډولونو کې د انسانو په خولې او پوزې کې دننه یوه اله ننویستل کیږي چې ډېرو ته تکلیف ورکوونکی دی.

د امریکا د باسکتبال اداره وايي چې د «Yale» پوهنتون د عامې روغتیا له څانګې سره د جون په میاشت کې ملګرې شوه چې د خولې د لاړو له لارې لوبغاړي، روزونکي او اداري کارکوونکي معاینه کړي.

د کروناویروس د تشخیص په نوې بڼه کې په پوزې کې دا اله نه ننویستل کیږي
د کروناویروس د تشخیص په نوې بڼه کې په پوزې کې دا اله نه ننویستل کیږي

دا نوې معاینه داسې مهال تاید کیږي چې اوس په امریکا کې چارواکي وايي د هغو خلکو شمېر خورا کم شوی چې ځانونه معاینه کوي چې د کرونا په ویروس اخته نه وي.

د سپینې ماڼۍ او ځینو نورو طبي ادارو ارقام ښيي‌ چې د اګست په میاشت کې هره ورځ ۷۳۳۰۰۰ کسانو په امریکا کې ځانونه معاینه کړي چې د کرونا په ویروس ککړ نه وي، په داسې حال کې چې تېره میاشت بیا هره ورځ ۷۵۰۰۰۰ کسانو دا معاینات کړي دي.

چارواکي وايي ښايي د دغه کار یو علت دا وي چې دا معاینات ډېر وخت نیسي او نتیجه یې هم ژر نه معلومیږي.

د کرونا ویروس څومره واټن کې انتقالیږي

ځینې امریکایي ساینسپوهان وايي دوی موندلې چې په کروناویرس د اخته او روغتون کې بستري کس په ۴.۸ مېتر فاصله کې هم دا ویروس بل انسان ته انتقالېدای شي.

دغو سایسنپوهانو ویلي دي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د یو بل ترمنځ د ۲-متر واټن ساتلو طبې مشورې په خلکو کې د مصونیت له پلوه یو ناسم پیغام خپور کړی دی او ښايي په کرونا د ډېرو کسانو د اخته کېدو لامل شي.

دا نوې څېړنه د امریکا د متحدو ایالتونو د فلورېډا د «شاندز طبي پوهنتون» کې شوې ده خو لا کوم بل علمي بنسټ دا څېړنه لیدلې او تاید کړې نه ده.

د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ډاکټرانو او روغتیايي مرکزونو له خلکو غوښتي چې د یو بل ترمنځ واټن وساتي او هره ورځ دې څو وارې خپل لاسونه په صابون او مایکروب وژونکو مایعاتو ووینځي.

نوې موندنې ښيي‌ چې په کرونا د اخته کس څخه د ۴.۸ مېتر واټن کې هم ویروس خپرېدای شي
نوې موندنې ښيي‌ چې په کرونا د اخته کس څخه د ۴.۸ مېتر واټن کې هم ویروس خپرېدای شي

په کرونا داخته کسانو شمېر

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو. د جانس هاپکینز پوهنتون وايي‌چې دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۲۱ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي چې ۵.۳ میلیون یې په امریکا او ۳.۳ میلیون یې په برازیل کې دي.

په هند کې هم ۲.۵ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي.

د کروناویرس له کبله تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۷۶۰زره کسان مړه شوي دي چې شاوخوا ۱۶۷زره یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي.

ځینو هېوادونو هلې ځلې پیل کړې چې د دغه ویروس واکسین تولید کړي.

تېره ورځ د هند صدراعظم نریندرا مودي وویل چې د ویروس درې ازموینې یې کړي دي او همدا چې سایسنسپوهان یې تاید کړي، په هند کې به یې وېشل پیل کړي.

روسیې هم ویلي چې د دغه ویروس تولید ته نژدې شوي دي.

امریکا، کاناډا، بریتانیا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو او طبي ادارو هم د دغه ویروس ضد واکسین په تولید اخته دي.

XS
SM
MD
LG