د لاس رسي وړ اتصالات

شهیدي: د کرکټ د نړۍ هر ټیم سره مقابله کوو


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې د کرکټ په اسیا جام کې کومې لوبې وکړې ،هغه د کرکټ د مبصرینو له خوا ډیرې وستایلې شوې. په دې لوبو کې د افغانستان د توپ اچونکو سره سره د توپ وهونکو ستاینه هم وشوه. چې دې کې د ځوان لوبغاړي حشمت الله شهیدي نوم ډیر یاد شو. حشمت شهیدي په اسیا جام کې د بنگله دیش، سري لنکا او پاکستان خلاف پرله پسې درې پنځوسیزې وکړې. پاکستان خلاف خو ېې سلیزه د دریو منډو په توپیر پاتې شوه.

حشمت الله شهیدي د امریکا غږ آشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې ویلي چې د دې کال اسیا جام ټولې لوبې ډیرې زړه پورې وې او هره لوبه ېې د بلې نه زیاته د جوش او ولولې ډکه وه. هغه په ځانگړې توگه د پاکستان سره د سیالۍ یادونه وکړه چې دواړه خوا لوبغاړي ډیر احساساتي وو او مینه والو هم په دې جذبې سره تعقیبوله. هغه وايي د پاکستاني لوبغاړي حسن علي سره ېې د لوبې جریان کې ستغې خبرې وشوې او ده هم ورته خپل افغاني غرور وښود.

حشمت الله شهیدي وايي چې اوس د افغانستان ټیم د هر تکړه ټیم سره مقابله کولی شي او د هند سره مساوي شوې لوبې وښوده چې د افغانستان ټیم به نړیوال جام کې نور ټیمونه هم لخیره مات کړی. هغه وویل چې زموږ لوبغاړي د لوړې روحېې سره راستانه شوي او د راتلونکو سیالیو کې به همدې روحېې سره میدان ته ووځی. هغه د کرکټ ځوان لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه چې تل دې د حوصلې نه کار اخلي .که په میدان کې وي او که بهر باید مایوسه او وارخطا نشی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:15:26 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG