د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په نړیوال جام کې کله او له چا سره لوبې لري؟


د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د مۍ په ۳۱ به په انګلنډ او ویلز کې پیلیږي.

دا ځل نړیوال جام داسې ترتیب شوی دی چې ټولې لس لوبډلې به یو بل سره سیالۍ کوي او د سر څلور غوره لوبډلې به بل پړاو ته وځي.

افغانستان هم د دغو سیالیو برخه ده چې اوله لوبه به یې د اسټرالیا سره او اخره یې د ویسټ انډیز سره وي. د افغانستان د سیالیو ټول مهالوېش په دې ډول دی:
جون ۱: افغانستان – استرالیا
جون ۴: افغانستان – سریلانکا
جون۸: افغانستان – نیوزیلند
جون ۱۵: افغانستان – سویلي افریفا
جون ۱۸: افغانستان – انګلند
جون ۲۲: افغانستان – هند
جون ۲۴: افغانستان – بنګلدیش
جون ۲۹: افغانستان – پاکستان
جولاۍ ۴: افغانستان – ویسټ انډیز

د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان لوبې
د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان لوبې

له نړیوال جام پیلیدو څخه مخکې افغانستان دوه تمریناتي لوبې هم لري، لومړۍ لوبه پاکستان سره د مۍ په (۲۴ نیټه) او دویمه لوبه یې د مۍ په ( ۲۷ نیټه) له انګلنډ سره ده.

دا دویم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG