د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړيوال جام راتلونکې اونۍ افغانستان ته راوړل کيږي


Worldcup Trophy 2019
Worldcup Trophy 2019

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د کرکټ نړیوال جام چې تر دې دمه د نړۍ بېلابېلو سيمو ته لېږدول شوی، راتلونکې اونۍ به افغانستان ته راوړل شي.

د کرکټ نړيوال جام د روان کال دسمبر میاشتې په ۲۶ نېټه افغانستان ته راوړل کېږي چې ټاکل شوې چې د هرکلي لپاره به یې بیلابیل پروګرامونه تر سره شي.

دغه راز په پلان کې ده چې نړیوال جام به تر کابل وروسته بامیان، هرات او په پای کې کندهار ولايت ته هم ولیږدول شي.

تر دې مخکې د کال ٢٠١٥ نړیوال جام هم افغانستان ته راوړل شوی و چې یوازې کابل کې نندارې ته وړاندې شوی و.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دویم ځل د کرکټ یو ورځني نړیوال جام کې گډون کوي.

د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ اوونۍ کې د اسټرالیا سره ده.

XS
SM
MD
LG