د لاس رسي وړ اتصالات

په سیند کې د لامبو پر مهال یوه ښځه تمساح خوړلې


د کلي خلکو د وژل شوې تمساح له خیټې څخه د ۵۴ کلنې حلیمې راهاکباو د بدن ټوټې موندلي دي. (عکس: ارشیف)
د کلي خلکو د وژل شوې تمساح له خیټې څخه د ۵۴ کلنې حلیمې راهاکباو د بدن ټوټې موندلي دي. (عکس: ارشیف)

د اندونیزیا پولیسو او عیني شاهدانو چهارشنبې اګست ۲۱ (زمري ۳۱) وویل چې یوې ښځې ددغه هېواد په ختیځ کې په یو سیند کې لامبل چې تمساح ورباندې برید وکړ او ویې خوړله.

د کلي خلکو د وژل شوې تمساح له خیټې څخه د ۵۴ کلنې حلیمې راهاکباو د بدن ټوټې موندلي دي.

په اندونیزیا کې د تمساح مختلف ډولونه شته چې وخت په وخت پر انسانانو مرګاني بریدونه کوي.

د حلیمې ګاونډي رستم ایلیاس وویل، د کلي خلکو وروسته له هغه د حلیمې لټون پیل کړ چې هغه کور ته ستنه نشوه.

د سیند په غاړه د هغې د څپلۍ او د بدن د ټوټې له موندلو وروسته د کلي خلکو پولیسو ته راپور ورکړ، چا چې وروسته دغه تمساح ووژله.

یو پولیس د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "د کلي خلکو وروسته د تمساح خیټه څېرې کړه چې د قرباني د بدن ټوټې ومومي."

هغه وویل چې دا تمساح شاوخوا څلور متره اوږده وه.

د یکشنبې په ورځ د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د اوسپنیزو توکو ټولوونکی یو ۶۳ کلن سړی تمساح خوړلی و.

په ۲۰۱۸ کې د اندونیزیا په پاپوا ټاپو کې د تمساح لخوا د یو سړي له خوړل کېدو وروسته، قهریدلو ځايي خلکو شاوخوا ۳۰۰ تمساحګانې ووژلې.

په ۲۰۱۹ کې د اندونیزیا په سولاواسي کې یوې نیول شوې تمساح یو څېړونکی اوبو ته راکاږه او ویې واژه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG