د لاس رسي وړ اتصالات

د دایکنډي د اوبو برېښنا له بند څخه ګټه اخیستل پیل کېږي


افغان مقامات وایي، تر دوو میاشتو به د دایکنډي ولایت د اوبو د برېښنا لومړنی بند د برېښنا تولید پیل کړي.

د محلي مقاماتو په وینا دغه بند د ٧٠٠ کېلو واټ برېښنا د تولید وړتیا لري چې په دې سره به د دایکنډي ولایت د مرکز د اوسېدونکو ستونزې د برېښنا له درکه لیرې شي.

د دې بند د جوړولو کار په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي په پنځه کېلومترۍ کې د هلمند سیند په یوه برخه باندې پیل شوی و.

د بند د جوړولو لګښت ۴،۹ میلیون ډالر اټکل شوی و چې د برېښنا شرکت ورکړی دی.

د دایکنډي ولایت تر اوسه د برېښنا د انرژۍ د تولید لپاره کومه منبع نه درلوده او یو شمیر دولتي ادارو، سوداګریزو مرکزونو او د ښار اوسېدونکو د جنراتورونو نه استفاده کوله.

په‌دې ترڅ کې د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو ادعا کړې چې دغه بند د اوبو نه د ډکېدو پر وخت له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوی دی او رغولو ته اړتیا لري.

په ټولنیزو شبکو کې هم ددې بند د چاودېدو عکسونه خپاره شوي دي، خو د برېښنا شرکت مقامات دا مسله ردوي او وایي چې په اوبو باندې د بند د ډکولو کار په عادي توګه روان دی.

افغانستان تر اوسه د انرژۍ د تولید پوره منابع نه‌لري او د انرژۍ زیاته برخه یې له بهر څخه واردېږي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د لمر له انرژۍ نه د ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوې چې دوه میلیارډ ډالرو پانګونې ته اړتیا لري.

د دایکنډي ولایت مقاماتو ویلي چې د ٥٠٠ کېلوواټو په ظرفیت د لمر د انرژۍ د تولید یو مرکز به ددې پروژې له لارې په دایکنډي ولایت کې هم جوړ شي.

XS
SM
MD
LG