د لومړي ځل لپاره یوه ډله افغان بایسکل ځغلوونکو په بامیان کې د بایسکل ځغلولو د تر ټولو اوږد واټن سیالۍ وکړې.
د بامیان ولایت مقامات تائیدوي چې د دې ولایت د شیبر ولسوالۍ د «غندک پایین» کلي ملاامام چې د خپل ګاونډي پر ماندینې په جنسي تیري تورن و، خپله پنځه کلنه لور د شخړې د مخنیوي په خاطر په بدو کې ورکړې ده.
د بامیان ولایت مقاماتو ددې ولایت په مرکز کې د دوو لویو چاودنو خبر ورکړی دی.
د بامیان د سیغان په ولسوالۍ کې چارواکي وايي د کرونا له کبله د یو مړ شوي کس په جنازه کې له ګډون کولو وروسته، دغلته یو شمېر کسان په کروناویروس اخته شوي دي.
هغې کورنۍ چې څه موده مخکې یې په بامیان ولایت کې خپله ۴٥ ورځنۍ لور د بیوزلۍ او فقر په وجه خرڅه کړې وه، د امریکا غږ د رپوټ له خپریدو وروسته خپل ماشوم بیرته ترلاسه کړ.
د بامیان په ولایت کې یوې ناداره او بیوزلې کورنۍ د خپلو نورو ماشومانو د ژغورولو لپاره یوه کوچنۍ لور په ٥٠ زره افغانۍ خرڅه کړې ده.
یوې امریکایي کورنۍ د موټرسایکل، رسۍ او یوې کراچۍ نه په استفادې د بامیان د بابا غرونو په لمن کې د سکي لوبغاړو ته یوه ساده خو نوښتگره وسیله جوړه کړې چې پرې کولای شي د سکي لپاره د غونډیو څوکو ته وخیږي.
د بامیان په ولایت کې مقامات وایي چې کروندگرو ته د اسانتیاو د برابرولو، د کچالو د بیې د تنظیم کولو او بازار ته په وخت عرضه کولو لپاره د اسیایي بانک په مرسته لسگونه زیرمتونونه (سړې خونې) جوړوي.
افغان مقامات وایي تر دوو میاشتو به د دایکندي ولایت د اوبو د بریښنا لومړنی بند د بریښنا تولید پیل کړي.
د بامیان د ورس ولسوالۍ مقامات وایي یوه ٢٥ کلنه میرمن چې شپږ میاشتنۍ امیندواره هم وه تیره ورځ (اسد ١٢) په تگابغار سیمه کې په تنور کې سوزیدلې او مړه شوې ده.
د بامیان ولایت مقامات وایي د روان کال په اوږدو کې د سیاحت د صنعت له درکه ددې ولایت عواید د تیرې یوې نیمې لسیزې په پرتله زیات لوړ شوي دي.
طالبانو خبرداری ورکړی چې که خلک مالیات دورنکړي، دوې به مواصلاتي لارې بندې کړي.
په بامیان ولایت کې د افغانستان د شپږو ولایتونو د څه دپاسه ١٣٠ لوبغاړو ترمنځ د لامبو او واترپولو سیالۍ تر سره شوې.
د بامیان ولایت د شیعه علماو شورا په دې ولایت کې د دمبوري جشن جوړیدل د اسلام خلاف گڼلي دي، خو د بامیان د حج او اوقافو ریاست ویلي دي چې دا ډول جشنونه په ټوله اسلامي نړۍ کې جوړیږي او د اسلام سره مغایرت نه لري.
غزني کې خلکو د سیمیزو پولیسو خلاف مظاهره کړي خو امنیتي چارواکي وايي طالبانو خلک دغه کار ته هڅولي او مجبوره کړي دي.
د زابل د قربانیانو مړي د ملي پوځ هلیکوپترو د جاغوري ولسوالۍ ته ولیږدول او ددې ولسوالۍ د زرگونو اوسیدونکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شول.
په دې فیستیوال کې د آسیا د جنوب هیوادونو د همکارۍ د سازمان یا سارک د اتو هیوادونو ٣٠ فلمونو په اتو ورځو کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د جنوبي آسیا د همکاریو ټولنې (سارک) د فرهنگي او کلتوري پلازمینې په توگه د بامیان د نومولو لپاره د جشن دوه ورځني مراسم پیل کړل.
د آسیا د جنوب هیوادونو اتحادیې یا سارک په ٢٠١٥ کال کې بامیان د دې اتحادیې د لومړني فرهنگي پایتخت په توگه وټاکه.
نور پورته کول