د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: امنیتي‌ مسئولین دې کابل کې د 'نسل وژنې' مخه ونیسئ


د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش
د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش وايي امنیتي مسؤلین باید د کابل لوېدیځ کې د «نسل وژنې» مخه ونیسي او خلکو ته ځواب ووایي.

ښاغلي دانش نه دي ویلي چې له «نسل وژنې) څخه یې هدف څه دی، خو په دې وروستیو کې په کابل کې په هزاره افغانانو یو لړ بریدونه وشول.

نوموړي نن جمعه جون څلورمه( غبرګولې ۱۴) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل په شپږمه، دیارلسمه او اتلسمه امنیتي حوزو کې یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان تر امنیتي ګواښونو لاندې ژوند کوي او په وینا یې هغوی هره ورځ قرباني ورکوي.

هغه ویلي: "د سید الشهدا ښوونځي تر زړه بوږنونکي پېښې وروسته، د ولسمشر غني په لارښوونه له تېرو تجربو څخه په استفادې له خلکو سره په مشوره طرحه چمتو شوه او ۱۴۰۰کال غوايي پر ۳۱ مه د ولسمشرۍ مقام او امنیتي بنسټونو ته وړاندې شول چې تر اوسه تر څېړنې لاندې ده او رد شوې نه ده."

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ویلي چې امنیتي ارګانونه باید په دې برخه کې د خلکو لخوا وړاندې شوې طرحه ومني او یا دې د امنیت ټینګېدو برخه کې خپله طرحه وړاندې او د خلکو په مرسته دې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې چې ټول وګړي په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

که څه هم د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ویلي چې د کابل د لوېدیځې برخې د امنیت ټینګولو طرحه تر څېړنو لاندې ده، خو په سیاسي او امنیتي چاروکې د ولسمشر غني سلاکار حاجي محمد محقق ویلي چې د ملي امنیت لخوا د کابل د لوېدیځې برخې د امنیتي طرحې ردېدل له خلکو سره سوالونه پيدا کړي دي.

هغه زیاته کړې: "په دشت برچې کې له جنایت نه ډکې پېښې چې هره ورځ د چاودنو په وسیله د ملکي خلکو په موټرو کې تر سره کیږي،له خلکو سره دښمني او د خلکو د دښمنانو لخوا له تاوتریخوالي ډک قومي چلند دی."

تر دا مهاله امنیتي ارګانونو د دغه امنیتي طرحې په اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو څو ورځو کې د کابل په لوېدیځ کې د ملکي خلکو پر موټرو د چاودنو له امله ۱۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د تیرې سې شنبې په ورځ ناوخته د کابل ښار په دریمه ناحیه کې پر دوو کاسټرو موټرو چاودنو وکې ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

تیره ورځ هم د کابل لوېدیځ کې ماین چاودنو ۸ ملکي وګړي ووژل او یو شمېر نور ټپيان شول.

ویل کیږي د تیرې ورځې چاودنه کې د اریانا خصوصي تلوېزیون یوه خبریاله هم وژل شوې ده.

طالبانو په دغو چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړي او بلې ډلې هم مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG