د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د مصالحې شورا طرحه د استانبول غونډې ته د وړاندې کولو وړ نه ده


د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش
د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش د ملي مصالحې د عالي شورا د سولې د طرحې پر مسودې جدي انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې دا طرحه د استانبول غونډې ته د وړاندې کولو وړ نه ده او باید له سره او په دقت سره تدوین شي.

ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۴) ناوخته په خپل فیسبوک لیکلي چې په دې طرحه کې د یو لوري او په ځانګړي ډول د یو ګوند غوښتنې مطرح شوي دي.

هغه زیاته کړې: "د انتقالي دورې لپاره یا د افغانستان د راتلونکي لپاره پارلماني یا صدارتي نظام یوازې د یو ګوند نظر دی او باید د جمهوریت د جبهې او د ټولو قومونو او ګوندونو د نظر په توګه وړاندې نشي".

ښاغلي دانش ویلي چې په اوس وخت کې د پارلماني نظام د تطبیق لپاره په افغانستان کې د پراخ بنسټه ګوندي نظام د نشتوالي له امله زمینه برابره نه ده.

هغه ویلي چې په دې طرحه کې د افغانستان د جمهور رئيس او د حکومت له طرحې سره "د سپکاوي چلند" شوی او د جمهوریت د جبهې د پیاوړي کولو پر ځای په کې د دغې جبهې اختلافات رابرسیره شوي دي.

ښاغلي دانش دا طرحه "د دوو قومونو ترمنځ د واک ویشل" ګڼلې او ویلي یې دي چې په کې یو قوم د جمهوري ریاست او بل د صدراعظمۍ مستحق ګڼل شوي دي.

هغه ویلي: " ایا داسې نه ده چې د وروستیو کلونو په اوږدو کې هغو کسانو چې د صدراعظمۍ شعارونه ورکول او ورکوي یې، په حقیقت کې یې د دغه مقام مفشنې جامې د یو خاص قوم لپاره ګنډلي دي؟ او په دې صورت کې د نورو قومونو ځای کوم دی؟ په دې طرحه کې نور قومونه درېیمې او څلورمې... درجې ته راټیټ شوي دي. ایا عادلانه مشارکت همدا دی؟".

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا تر اوسه د ښاغلي دانش څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دغې شورا دوه ورځې وړاندې وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د طرحې مسوده د دغې شورا د کاري کمېټې له خوا نهايي شوې او د یادې شورا رئیس عبدالله عبدالله ته سپارل شوې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د معلوماتو په اساس ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې د دغې طرحې په مسودې باندې تصمیم ونیول شي.

دغې شورا تر اوسه د افغانستان د سولې د طرحې مسودې جزئیات په رسمي توګه له رسنیو سره نه دي شریک کړي.

XS
SM
MD
LG