د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د استانبول غونډه د اپریل په ۲۴ پیلیږي؛ طالبان: ګډون نه کوو


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان د سولې په هکله کنفرانس د اپریل له ۲۴څخه د مۍ میاشتې تر څلورمې نیټې پورې په استانبول کې ترسره کیږي.

د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دغه کنفرانس ټول شموله دی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو لوړپوړي استازي په کې ګډون کوي.

خو طالبانو ویلي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې دغه ډله په هیڅ یو کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د طالبانو یو ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه زمونږ له هیواد څخه ونه وځي، د افغانستان اسلامي امارت په هیڅ کنفرانس کې به چې د افغانستان په هکله په کې تصمیم نیول کیږي ګډون ونه کړي. "

د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې ددې کنفرانس جوړوونکي - ترکیه، قطر او ملګري ملتونه – د ازاد، خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د سولې په اړوند د استانبول د کنفرانس هدف په دوحه کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو چټکیدل او مکمل کیدل دي.

اعلامیه وایي چې پدې کنفرانس کې ګډون او د هغې اجندا د افغاني اړخونو سره په پراخو مذاکراتو پورې مربوطه ده.

دغه کنفرانس په مذاکراتو کې د مرستې په څرنګوالي او بنسټیزو ګډو اوصولو مجموعې ته د ښکیلو اړخونو په رسیدو باندې تمرکز کوي: هغه اوصول چې د افغانستان د راتلونکې لپاره په یو متفقه نظر باندې ولاړ وي او د راتلونکي سیاسي توافق او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د لارې یوه نقشه ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تمه لري دغه کنفرانس ټولو شریکانو ته د افغانستان د خلکو څخه ملاتړ د بیا څرګندولو لپاره یو له اهمیته ډګ فرصت وي او هغوی ته د سولې، ثبات او ټول شموله سوکالۍ پر لور لاره پرانیځي.

له دې دمخه طالبانو ویلي وو چې که د ترکیې د استانبول په ښار کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه د اپریل په ۱۶ نېټه جوړه شي، دا ډله به پکې ګډون ونشي کړی.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان دولت د مذاکراتو لپاره یو طرحه برابره کړې چې د سولې د نقشې او د د سولې د حکومت د رامنځ ته کیدل په کې شامل د، خو د رپوټونو له مخې ددغې طرحې په هکله د سولې د عالي شورا او د جمهوري ریاست ترمنځ ستونزې رامنځ ته شوي دي.

سره سره له دې چې د سولې عالي شورا د طرحې د بشپړیدو خبره کوي او وایي چې ددې شورا رئیس ته تسلیم کړې، د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش پر دغه طرحې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه د ترکیې کنفرانس ته د وړاندې کیدو وړ نده.

د ځواکونو ایستل

واشنګټڼ پوست په یو تازه رپوټ کې د یو باخبره مقام په وینا لیکلي چې جمهور رئیس جو بایډن غواړي د سپتمبر په ۱۱ ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

پدې رپوټ کې ویل شوي چې تمه ده ښاغلی بایډن به ډیر ژر دغه موضوع اعلان کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن بروکسل ته تللی چې د ناټو شریکانو سره د افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو په هکله سلامشورې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلومااتو په اساس د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن، هم پدې سفر کې د ښاغلي بلینکن سره مل دی.

XS
SM
MD
LG