د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان محسن داوړ او علي وزیر پرېنښودل کابل ته ولاړ شي


محسن داوړ او علي وزیر
محسن داوړ او علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر وايي پاکستان پولیسو په هوايي ډګر کې پرېنښودل چې کابل ته ولاړ شي.

د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د «کب پر۱۹مه» تر سره شي محسن داوړ، علي وزیر او عبدالله ننګیال ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

دوی دواړه د پاکستان د پارلمان غړي هم دي.

محسن داوړ ویلي: "موږ یې کابل ته پرېنښودلو، موږ ته یې وویل چې تاسو له پاکستان څخه د وتلو اجازه نه لرئ، دا د پښتنو د منتخبو وکیلانو برخلیک دی په پاکستان کې."

علي وزیر هم ویلي: "موږ هوايي ډګر ته راغلو، پاسپورټ هر څه اوکې شوي و، دوی موږ ایسار کړو چې ستاسو نوم د اي سې ال یا ممنوع الخروج په لېست کې دی."

په پاکستان کې د بشري حقونو فعال افراسیاب ختګ په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د وزیرستان خلکو ته سپکاوی بللی دی.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG