د لاس رسي وړ اتصالات

محسن داوړ: پاکستان ته د وفادارۍ د سند ضرورت نه لرم


محسن داوړ خلور میاستې په بند کې د تیرولو وروسته پارلمان ته وینا وکړه
محسن داوړ خلور میاستې په بند کې د تیرولو وروسته پارلمان ته وینا وکړه

د پاکستان د وزیرستان نه د پارلمان غړی محسن داوړ څلور میاشتې په بند کې د تیرولو وروسته پارلمان ته په یوې وینا کې وويل چې د پاکستان د ادارو نه د وفاداراۍ سند ته ضرورت نه لري او اوس د پاکستان ریاست دیته اړ دی چې هغوي ته خپله وفاداري وښایي

محسن داوړ وویل چې د پښتون تحفظ تحریک د تشدد ضد دی او هغوي کله هم د تشدد نه کار نه اخلي خو د هغوي سره چې کومه نا انصافي شویده د هغې ضد به خامخا غږ پورته کوي.

محسن داوړ امریکاغږ ته وویل:"د پاکستان حکومت چې زمونږ سره کوم ډول رویه کړیده، د هغې نه وروسته د وزیرستان خلک دا احساسوي چې په پاکستان کې د هغوي حیثیت د نورو اتباعو نه ټیټ دی. د پښتون تحریک غړي ووژل شول او د هغې باوجود زمونږ ضد قضیې ثبت شوی."

محسن داوړ وویل چې د خړ کمر په پېښه کې چې کوم کسان وژل شویدي، حکومت دې باید هغه کسانو ته تاوان ورکړي.

د پښتون تحریک دواړه مخکښ مشران محسن داوړ او علي وزیر چې کله پارلمان ته راغلل نو د پارلمان غړیو یې دروند هرکلی وکړ.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د می په ٢٦ نیټه د وزیرستان د خړ کمر په سیمې کې د پښتون تحریک د غړیو او د پاکستان د امنیتي عسکرو تر منځ په یوې شخړې کې شاوخوا ١٦ تنه ووژل شول.

د پاکستان پوځ ادعا کړي وه چې د پښتون تحریک غړیو پرې برید کړی و او یو عسکر یې وژلی دی. د پښتون تحریک مشرانو دغه تورونه رد کړیدي او وایي چې بی وسلې غړي یې وژل شویدي.

د دغې پیښې نه وروسته د پاکستان پولیسو محسن داوړ او علي وزیر د قتل او ترهگرۍ په تورونو ونیول چې دوه اونۍ مخکې د پېښور عالي محکمې په ضمانت خوشي کړل.

XS
SM
MD
LG