د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د افغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت پر سر خبري خنډ سره مخ شوي


چارواکي وایي چې د طالبانو او ترکیې او قطر د ټیمونو ترمنځ د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د چارو د ترسره کیدو په هدف خبري له خنډ سره مخ شوي‌ دي.

دغو چارواکو ویلي، دا خبري وروسته له هغه خنډ سره مخ شوې چې طالبانو ټینګار وکړ د هغوی جنګیالي به د هوایي ډګرونو ساتنه کوي.

د کابل هوایي ډګر د تیر کال په اګست میاشت وروسته له هغه له سختو بې نظمیو سره مخ شو چې امریکا له شلو کلونو وروسته په هغه هیواد کې خپل حضور پای ته ورساوه او په لس ګونه زره کسانو د وتلو په هدف هوایي ډګر ته مخه وکړه.

که څه هم د کابل نړیوال هوایي ډګر اوس د یو شمیر کورنیو او نړیوالو پروازونو لپاره خلاص دی خو د سترو نړیوالو شرکتونو د فعالیت د بیا پیل لباره د پام وړ ودې ته ضرورت لري.

د دواړو لورو د چارواکو په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په دوحه کې دوه ځله اوږدې غونډې وکړې څو یو توافق ته ورسیږي.

خو دا خبري چې د کندهار، هرات، مزار شریف او خوست د هوایي ډګرونو بیارغونه هم پکې شامله ده، له خنډ سره مخ شوي دي.

د طالبانو یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل:" د قطر – ترکیې له کنسرسیوم سره د کابل د هوایي ډګر قرار داد یوازې د تخنیکي ملاتړ د ترلاسه کیدو په اړه دی."

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې طالبان به د هوایي ډګر ساتنه وکړي او د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو او یا هم امنیتي کارپوهانو شتون د «اسلامي امارت» لپاره د منلو وړ ندی.

په دوحه کې له موضوع څخه یو باخبره دیپلومات ویلي دي‌ چې طالبان د کابل د هوایي ډګر د امنیت پورې د اړوندو مسایلو په اړه ډیر "سخت" وو.

یو کارپوه چې دا خبري تعقیبوي او غواړي هویت یې هم افشا نشي څرګنده کړې چې قطر او ترکیه د کابل د هوایي ډګر د امنیت تامین هم غواړي ځکه هغوی په طالبانو باور نلري.

هغه زیاته کړه:" د خوندي توب او امنیت په اړه د طالبانو له ژمنو سره سره، دواړه لوري نغواړي چې خپلې الوتکې او عمله له خطر سره مخ کړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر یو ټویټ لیکلي چې دواړو لورو د قرار داد پورې اوړند مشکلات په نښه کړي ‌او ډیر بحث ته ضرورت لري.

د کابل د نړیوال هوایي ډګر بشپړ فعالیت د افغانستان د خراب اقتصادي ‌وضعیت د بیارغونې لپاره خورا ارزښت لري.

دغه هوایي ډګر اوسمهال د قطری مهارینو په ملاتړ د افغانستان د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت له خوا فعالیت کوي.

متحدو عربي‌ اماراتو کې یوه میشته کمپنۍ د کابل د هوایي ډګر د ځمکنیو خدماتو مسولیت پر غاړه لري.

اوسمهال د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه کام ایر او د اریانا افغان هوایي شرکتونه دوبۍ، دوحې، اسلام آباد او تهران ته پروازونه کوي. د ایران ماهان هوایي شرکت هم کابل هوایي ډګر ته تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG