د لاس رسي وړ اتصالات

په پولنډ کې د لژیونر ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېده


په پولنډ کې چارواکو نن دوشنبه اګست ۲۸ (وږي شپږمه) وویل چې د لژینور په نوم د سږو د یو ډول ناروغۍ له کبله د دغه هېواد د «ژېشو» په ښار کې د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېده.

په سیمه کې د روغتیا د څانګې مشر ادم سېدور خبریالانو ته وویل: «موږ ۱۴۴ پېښې لرو او ۱۱ تنه مړه شوي‌ دي.»

مقامات د اوبو رسولو سیستمونه چیک کوي، ځکه چې د دغې ناروغۍ اصلي سرچېنه اوبه ګڼل کېږي.

د «ژېشو» ښار شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ نفوس لري. چارواکي وايي چې د لژینور ناروغۍ ساري نه ده خو د اوبو او ایرکندېشن سیستمونو له لارې خپرېږي.

دا ناروغۍ سینه بغل او تبه پیدا کوي او تر ډېره هغو خلکو ته زیان رسوي‌ چې د وجود دفاعي سیستم یې کمزوری وي.

سیدور وویل چې د دغې ناروغۍ په اصلي سرچېنې پسې ګرځي‌ او په خبره یې دا مهال د ګرمو او سړو اوبو د انتقال یوه شبکه تر ارزونې لاندې ده. خو زیاته یې کړه چې څو ورځو کې به خبره روښانه شي.

تر دې دمه د اوبو ۱۰۵ نمونې اخیستل شوې او په ۱۸ کې یې د لژینور باکتریا بېلګې موندل شوې دي.

دا ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کې د امریکا د فلاډیلفیا په ایالت کې خپره شوې وه. هغه مهال پرې ۲۲۰ تنه اخته شوي چې بیا یې ۳۴ تنه مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG