د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان بریدونو کې د 'وژل شویو شمېر ۴۷ ته' ورسېد؛ افغان دپلوماتانو دا 'یرغل' غندلی


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ ته لوړ شو.

د افغانستان سیاسي استازولیو دا بریدونه په کلکه غندلي دي.

د خوست په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شبیر احمد عثماني نن یکشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) د فرانسې خبري اژانس ته وویل: « د ډیورېنډ کرښې ته نژدې په خوست کې د پاکستان په هوايي برید کې ۴۱ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي او ۲۲ نور زخمیان شوي.»

نوموړي‌ وویل چې دا برید د شنبې په ورځ شوی دی. د طالبانو د حکومت دوو نورو مقاماتو هم په خوست کې د وژل شویو کسانو شمېر تائید کړی دی.

یو بل طالب چارواکي بیا ویلي دي چې په کونړ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په بل برید کې شپږ نور ولسی خلک وژل شوي دي.

له افغانستان څخه د باندې افغان سیاسي استازولیو دا بریدونه غندلي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي دي چې په دې اړه اقدامات وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ دفتر هم په خپل ټویټر کې دا برید غندلی او دا یې په افغان خاورې یرغل بلل یدی.

د پاکستان پوځ د دغو هوايي بریدونو په اړه لا تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړې خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې د هغو اور پکو په ضد «جدي اقدامات» وکړي چې له «افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه» کوي.

طالبان دا خبره نه مني چې ګنې دوی دې د پاکستان ضد عناصرو او یا پاکستاني طالبانو ته دې پناه ورکړې وي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي ‌چې پاکستان دې بیا «اشتباه نه تکراروي او د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي» چې په خبره یې بدې پایلې به ولري، خو نه یې دي ویلي‌چې څه ډول بدې پایلې.

دا لومړی ځل دی چې په ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د پاکستان پوځ په خوست او کونړ باندې هوايي بریدونه کوي.

په همدې حال کې یوناما ویلي دي‌ چې په دغو بریدونو کې د ولسي تلفاتو له راپورونه خبر شوي او په اړه به یې پلټنې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې اکثریت افغانانو د پاکستان دا بریدونه غندلي، هغه یې په افغان خاورې باندې د «پاکستان ښکاره تیری بللی» او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي چې په ضد اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG