د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان طالبانو ته: د سرحدي سیمو امنیت خوندي کړئ


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خوست او کونړ ولایتونو کې خپلو وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې اعلامیې کې ویلي چې په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو د پولې په اوږدو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي دي او په خبره یې د پولې هغې غاړې (افغانستان) څخه پاکستاني سرتیري په نښه شوي دي.

یاد وزارت نن یکشنبه اپرېل ۱۷ (وري ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې (TTP) له افغان خاورې څخه په استفادې په پاکستان کې بریدنه کوي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د کرښې امنیت ته پام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان لوری باید د کرښې اوږدو کې د هغو ډلو پر ضد اقدامات وکړي چې د دواړو هیوادونو امنیت ګواښي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې په خوست او کونړ کې د دغه هیواد د وړمې شپې هوايي بریدونو له یادونې پرته راغلي چې د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي.

د دغه هیواد په اعلامیه کې راغلي: "پاکستان هم له دغه فرصت څخه په استفادې سره د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار کوي. پاکستان به په ټولو خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا له لپاره د افغانستان له حکومت سره په ګډه کار ته دوام ورکړي."

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو افغان لوري تر دې مخکې د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو حکومت تیره ورځ یې په خوست او کونړ کې د دغه هیواد د هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او ویې ویل چې راتلونکې کې باید د ورته بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه رسنیو ته لېږلې غږیز پیغام کې د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې ورته بریدونه به د افغانستان او پاکستان اړیکې زیانمنې کړي.

نوموړي زیاته کړې وه چې پاکستان دې په داسې مسائیلو د افغانانو حوصلې نه ازمويي او په خبره یې چې بیا تکرار به یې «بدې» پایلې ولري.

د طالب چارواکو په وینا وړمه شپه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ ځینو سیمو کې د پاکستان پوځ هوايي بریدونو کې لږ تر لږ ۳۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

له دې سره هم مهاله د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په «چوګام» سیمه کې د پاکستاني ملېشو توغندیزو بریدونو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي چې په وژل شوو ملکیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو د تلفاتو د راپورونو په اړه «ژوره» اندېښنه ښودلې او ویلي دې چې په دې اړ څېړنې کوي.

د پاکستان پوځ په تیرو شلو کلونو کې د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د واک پر مهال هم په کونړ، ننګرهار، خوست او کندهار ولایت کې هم توغندیز بریدونه کړي و چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبلې رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG