د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان، پوتین ته: اړتیا ده چې اسرائیل ته درس ورکړل شي 


رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین د یوې کتنې پر وخت
رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین د یوې کتنې پر وخت

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، سره په تیلیفوني تماس کې ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید اسرائیل ته د فلسطینیانو پر وړاندې د چلند په وجه "په قوي توګه ورزده کړي".

د ترکیې د جمهوري ریاست د ارتباطاتو رئیس په خبر پاڼې کې ویلي چې دواړو مشرانو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوایي ۲۲) په بیت المقدس کې د روان مخ په زیاتیدونکي کړکیچ په هکله خبرې وکړې.

د خبر پاڼې له مخې ښاغلي اردوغان د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غوښتي چې "اسرائیل ته د یو هوډمن او څرګند پیغام په استلو سره" سمدستي لاس په کار شي. ښاغلي اردوغان وړاندیز کړی چې حتی د فلسطینیانو د حفاظت لپاره دې د نړیوالو ځواکونو په ځای پر ځای کولو غور وشي.

له دې سره جوخت د ترکیې په استانبول ښار کې په زرګونو کسان پرته له دې چې د کروناویروس په وجه په تک راتګ باندې لګیدلو بندیزونو ته پام وکړي لارو کوڅو ته راوتلي او پر غزه کې یې د اسرائیل بریدونه غندلي دي.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم هم د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیل چلند غندلی او د فلسظینیانو سره یې خواخوږي کړې ده. عمران خان په ټویټر کې لیکلي: "د غزې او فلسطین تر څنګ دریږوو."

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اسلامي هیوادونه هڅولي چې پر فلسطیني غیر پوځي ساحو باندې د اسرائیل د بریدونو پر وړاندې ګډ دریځ ونیسي.

پر اسرائیل باندې د حماس د راکټي بریدونو وروسته چې په غبرګون کې یې اسرائیلي هوایي ځواک پر غزې بریدونه وکړل، د غزې روغتیایي مقاماتو ویلي چې د ۱۳ ماشومانو او دریو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۹ کسان د اسرائیل په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

د غزې د مقاماتو په وینا څه دپاسه ۳۰۰ تنه نور پدغو بریدونو کې ټپیان شوي هم دي.

د اسرائیل د بیړنیو خدماتو د ادارې رئیس هم ویلي دي چې د حماس په تازه راکټي بریدونو کې د چهارشنبې په ورځ یو اسرائیلی وژل شوی او یو بل سخت ټپي شوی دی.

XS
SM
MD
LG